ایران، غرب په تعزیراتو باندي تهدید کړ
۱۴۰۱ مهر ۲۸, پنجشنبهاعلان
ایران غواړي د اروپايي اتحادیې د تعزیراتو په جواب کي تر لسو هم اضافه کسان او مؤسسات د« ترهګرۍ په تور ليست» کي شامل کړي. لکه څنګه چي دولتي رسنیو خبر ورکړی دی، دغه خبره د ایران خارجه وزیر، حسین امیر عبدل هیان پرون چهارشنبه (د اکتوبر میاشتي ۱۹) په تهران کي وکړه.
اروپايي اتحادیې تیره دوشنبه (د اکتوبر میاشتي ۱۷) د ایران د مذهبي پولیسو او تر لسو اضافه کسانو او سازمانونو باندي تعزیرات وضع کړل. اتحادیه غواړي په دغو تعزیراتو سره په ایران کي د وروستیو اعتراضونو د په زوره ټکولو او سرکوبه کولو په مقابل کي عکس العمل ښکاره کړي.
د دغو تعزیراتو سره د نورو تر څنګ د ایران د اطلاعاتو او معلوماتو وزیر، عیسی سرپور، بسیجي ملیشه او د ایران د انقلابي ګارد د سایبري بریدونو رهبري هم مخامخ دي.