ایران دوه ښځې پر اعدام محکومې کړي
۱۴۰۱ شهریور ۱۴, دوشنبهد بشري حقونو ډلې او مدافعانو د دغو ښځو انځورونه پر ټولنیزو رسنیو خپاره کړي او وايي چې دوی د «ال جي بي تي کیو» افرادو د حقونو فعالانې دي او بې ګناه دي. خو رويټرز خبري آژانس له دوبۍ څخه په خپل رپوټ کې ویلي دي چې دوی د دغو انځورونو تصدیق نه شي کولي.
دغه آژانس د ایرنا د رپوټ یوه برخه راخيستې چې په کې داسې راغلي دي: «پر آنلاين بڼه د خپرو شوو خبرونو برعکس، محکومینو، ځوانې ښځې او نجونې دوکه او د کاري او تحصیلي فرصتونو په ژمنو ېې له هیواده بهر قاچاق کړي، چې دا د ګڼ شمیر قربانیانو د ځان وژنې لامل شوي دي.»
ځمکه کې فساد يا د «فساد في الارض» اصطلاح په ایران کې چارواکي په ګڼو جرمي مواردو کې کاروي، البته د هغو جرمي مواردو په ګډون چې د اسلامي اخلاقو سره تړاو لري.
د ایران ستر مذهبي رهبر، آيت الله علی خامنه يي، په مارچ میاشت کې د همجنسبازي فعل، یو «اخلاقي محرومیت» وباله، هغه عمل چې په لويديځه ټولنه کې په پراخه کچه رایج ده.
په لويديځ کې د بشر حقونو ډلې ډيری وخت پر ایران، د ال جي بي ټي کیو اړوندو مسائیلو سره پر چلند نیوکې کړي دي. د ایران د قوانینو پر اساس، د همجنسبازۍ فعل کېدای شي د شخص د مرګ په سزا تمام شي.