ایا د طالبانو او امريکا د خبرو دريدل د پاکستان ماته ده؟
۱۳۹۸ مهر ۱, دوشنبهد پاکستان لومړي وزير عمران خان، له خپل ولس سره ژمنه کړې چې د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې به چې په راتلونکې اوونۍ کې په نيويارک کې جوړيږي، د کشمير په اړه غږ پورته کړي. عمران خان د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د دغه هېواد کړنې نژادي تصفيه بللې او د «عام وژنې د ترسره کيدو» په هلکه یې خبرداری ورکړی دی.
خو پاکستان چې له اوږدې مودې راهيسې پرې د وسله والو ډلو د ملاتړ تورونه لگول کیږي، ډېرو سياسي هلو ځلو ته اړتيا لري څو نړيواله ټولنه چې په تیر وخت کې یې هم د کشمير پر مسئله پر نوي ډهلي فشار اچولو ته تمايل نه درلود، قانع کړي.
پاکستان د افغانستان د سولې په موضوع کې له امریکا متحده ایالاتو سره مرسته کول، د یوه چانس په توګه ګڼه چې په پایله کې یې د اسلام آباد او واشنګټن اړيکې ښې شي. په دې وروستيو کې د امريکا او پاکستان اړيکې لږې خرې پړې وې او امريکا پاکستان د دوه مخي سياست په تعقیبولو تورنوه.
په جولای مياشت کې د يو څه مودې له پاره داسې ښکاريده چې ښايي پاکستان خپل هدف ته ورسیږي. ولسمشر دونالد ترمپ د کشمير په شخړه کې د منځگړيتوب په وړاندیز سره عمران خان خوشاله کړ.
خو د هند حکومت هغه وخت يو وار بيا خپل دا دريځ تکرار کړ چې د کشمير مسئله د دغه دوو گاونډي هېوادونو خپل منځنۍ شخړه ده او د دريمگړي د منځگړيتوب احتمال یې لغوه کړ. خو د طالبانو او امريکا ترمنځ له خبرو اترو سره يو وار بيا داسې ښکاريدله چې د پاکستان دريځ به قوي شي خو دې هم دوام ونه کړ.
تیره مياشت د هند لومړي وزير نريندرا مودي، د دغه هېواد تر ولکې لاندې کشمير کې يو ستر سياسي گام پورته کړ او د دغه سيمې نيمه خپلواک حیثيت یې لغوه کړ چې له دې کار سره په پاکستان کې غوسه راوپاریده.
په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت د کشمير په شخړه کې د ملاتړ د ترلاسه کولو هلې ځلې کولې، ترمپ له طالبانو سره له افغانستانه د خپلو ځواکونو د راايستلو پر سر خبرې اترې چې کابو نهايي شوې وې، ختمې اعلان کړې.
پاکستان له کلونو راهيسې په افغانستان کې د سیاسي حل د رامنځته کولو غږ کړې او له امريکا سره یې د خبرو له پاره پر طالبانو خپل نفوذ کارولی وو، په دې تمه چې په نتيجه کې به یې په ځانگړې توگه د کشمير له پاره يو څه سياسي پانگه يا سياسي ملاتړ ترلاسه کړي.
د کشمير د چارو کارپوه مايره مکدونالد، په دې اړه وويل: «تر څو چې پاکستان د افغانستان موضوع حل کړې نه وي، آسانه به نه وي چې په کشمير کې د هند ځواب ورکړي يعني دا چې پښه یې يو څه بنده ده.»
عمران خان تېره اوونۍ خبريالانو ته وويل چې هغه به د دوشنبې په ورځ له ولسمشر ترمپ سره د ملاقات پر وخت له طالبانو سره د خبرو پر بیرته پيلولو ټينگار وکړي.
خو عمران خان به د ترمپ سره له ملاقات څخه چې د يکشنبې په ورځ یې په تيکساس کې د مودي په يوه ستره غونډه کې گډون کړې وو، ډېر خوند وا نه خلي. په دغه غونډه کې مودي په کشمير کې له خپلو کړنو دفاع وکړه او پر پاکستان یې د ترهگرۍ د تمويلولو تورونه ولگول.
ترمپ هم د غونډې کابو ۵۰ زره گډونوالو ته چې زياتره یې په خټه هندي امريکايان ول، وويل چې مودي [هند ته] «استثناني خدمت» کړی دی. له طالبانو سره د امريکا خبرې اترې په داسې حال کې ودريدې چې پاکستان له اقتصادي لحاظه له يوه حساس پړاو څخه تیريږي.
پاکستان په راتلونکي مياشت کې د پېسو د مينځلو ضد د څار ټولنې چې مقر ېې په پاريس کې دی، پریکړې ته هم انتظار باسي. د مالي چارو دغه ځانگړې ډلې گواښ کړی وو چې د ترهگرۍ د تمويل په مخنيوي کې د پاتې راتلو له کبله به دغه هېواد په تور لست کې شامل کړي.
له طالبانو سره د خبرو دريدل او په دې اړه بې یقيني ته په کتو سره چې د ترمپ اداره پاکستان ته په کوم نظر گوري، له پاکستان سره د امريکا مالي مرسته په خطر کې ښکاري.
د سياسي چارو شنونکی زاهد حسين وايي: «پاکستان د دې خبرو اترو [د طالبانو او امريکايانو مذاکرات] له پاره ډېر زيار ايستلی. د خبرو ختمیدل د پاکستان له پاره د ماتې په معنی ده.»
عمران خان اوس د یوه داسې حکومت له فشار سره مخامخ دی چې د کشمير څخه ورته افغانستان زيات اهميت لري. د سياسي چارو کارپوه رحيم الله يوسفزی، وايي چې د خبرو له دريدو سره به اوس ښايي واشنگټن د پاکستان پر طالبانو د فشار غوښتنه وکړي.
خو د پاکستان د پوځي چارو کارپوهه عايشه صديقه، وايي چې اسلام آباد اوس هم د لوبو له پاره قتې لري. هغه زياتوي: «دوی [پاکستان] پر طالبانو د پام وړ نفوذ لري. که دا نفوذ دومره نه وي چې طالبان په بشپړه توګه د اسلام آباد په خوښه اقدامات وکړي، نو دومره خو ده چې اسلام آباد له طالبانو سره خبرو ته کښیني.»
BS/SM (AFP)