ايران غواړي ۲ ميليونه نور افغانان اخراج کړي
۱۴۰۴ شهریور ۴, سهشنبهد هغو شمېرو له مخي چي ايراني چارواکو وړاندي کړي دي د روان کال له پيل راهيسي نږې يو ميليون او ۲۰۰ زره «غير مجاز بهرني اتباع» خپل هيواد ته لېږل سوي دي.
په ايران کي د «غير مجاز بهرني اتباع» منظور معمولاً هغه افغانان دي چي د ايران او اسرائيل ترمنځ تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته يې د اخراج ګړندۍ پروسه پيل سوه.
د ايران د کورنيو چارو وزير وايي چي اوس هم په دغه هيواد کي نږدې دوه ميليونه بې اسناده افغان مهاجر مېشت دي چي «د ستنولو چاري به يې د دقيقي پلان جوړوني پر بنسټ دوام ولري.»
مومني، وايي چي د هغوی د بيرته ستنولو پروسه به «په بشپړه همږغۍ او د نړيوالو مقرراتو په چوکاټ کي ترسره کيږي، تر څو د دغو مهاجرو روغتيا او امنيت تضمين سي». هغه وايي چي د افغان اتباعو اخراج به «د بشري حقونو په رعايت کولو او هغوی ته د خدماتو په وړاندي کولو سره ترسره سي».
له ايرانه د افغانانو د ايستلو احتمالي دلايل
دا په داسي حال کي ده چي له ايران څخه د ايستلو سوو افغان مهاجرو په اړه د زورزیاتي چلند په اړه راپورونه ورکړل سوي دي. داسي راپورونه ول چي ځيني افغانان د اسرائيل له پاره په «جاسوسۍ» تورن سوي او بنديان سوي دي او حتی اعدام سوي دي.
د هی نګاو په نوم د بشري حقونو سازمان په دې وروستيو کي راپور ورکړ چي ايران د روان کال له پيل راهيسي ۴۶ افغانان اعدام کړي دي.
ايران په تيرو څو لسيزو کي د خپل ګاونډي هيواد افغانستان څخه د ميليونونو مهاجرو کوربه توب کړی دی. له ايران څخه د افغانانو د اخراج يو عمده دليل د دغه هيواد خراب اقتصادي وضعيت او بې کاري بلل سوی دی. ايران له لوېديځ سره د شخړي له دې سره اړوندو بنديزونو له امله د خپل تاريخ د ترټولو بد اقتصادي بحران سره مخ دی.