ايران د یخي څپې له کبله د ګازو د کمښت خبر ورکړی
۱۴۰۱ دی ۲۳, جمعهد «شرق» په نامه ورځپاڼي د ایران د ګازو ملي آژانس په حواله نن جمعه د یوه «خراب حالت» څخه رپوټ ورکړی دی. آژانس ويلي دي چي له کورنیو څخه غوښتل سوي دي چي د ګازو په مصرف کي سپما وکړې.
د «اعتماد» په نامه بلي ایرانۍ ورځپاڼي بیا له دې څخه رپوټ ورکړی دی چي د تیرکال دغه وخت په مقایسه د ګازو په مصرف کي ۳۰ فیصده ډیروالی راغلی دی.
همدا پرون پنجشنبه لا مسؤلو چارواکو د ایران د شمال شرق په یوه ولایت کي ټوله دفترونه وتړل، تر څو برق او ګاز وسپمول سي. دا هم پداسي حال کي ده چي ایران په دنیا کي د ګازو د زېرمو له اړخه دوهم هیواد دی. خو پردغه هیواد باندي د بین المللي سختو اقتصادي بندیزونو د وضع کولو په دلیل د دغه هیواد صنایع عاجلو سرمایه ګذاریو ته ضرورت لري، تر څو د تولیداتو سطح یې لوړه سي.
اوسنۍ د یخ څپې او د انرژۍ لوړي بیي په دغه تقریباً ۸۸ ميلیونه نفوس لرونکي هیواد کي وضعیت لا پسي خراب کړی دی. تر اوسه پوري د کورونو له پاره ګاز نسبتاً ارزانه دی، ځکه چي د دولت له خوا سبسایډي کیږي.