ايران: اعتراضونه په تاوتريخوالي اوښتي؛ پولیسو ۶۷ تنه نيولي
۱۴۰۰ آذر ۷, یکشنبهد ايران په اصفهان ښار کې د شنبې په ورځ د زاینده روډ سیند د وچيدو له کبله خلکو اعتراضونه وکړل چې په تاوتریخوالي واوښتل. رپوټونه وايي چې پولیسو تر دې وروسته ۶۷ تنه نيولي دي.
د پولیسو يو مشر، جنرال حسن کرامي خبریالانو ته وويل: «موږ ۶۷ مهم افراد او بلواګر چې د دغو ګډوډيو تر شا ول، نیولي دي.» هغه زیاته کړه چې په دغو اعتراضونو کې د ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ پورې، پر وينا يې «بل واګرو» شتون درلود.
د ایران په اصفهان کې د نومبر مياشتې له ۹مې راهیسې مظاهرې ترسره کيږي. اصفهان له پلازمينې تهران څخه سويل لور ته په شاوخوا ۳۴۰ کيلومترۍ کې پروت دی. کروندګر او نور خلک په سیمه کې د زاينده روډ سیند د کیناستو له کبله تجمعات جوړوي او د اوبو د کمښت په خاطر لاس په اعتراضونو پورې کوي.
ایراني چارواکي د اوبو د کمښت ستونزه، وچ اقليمي وضعیت پورې تړي، خو د حکومت منتقدان بیا وايي چې د اوبو ناسم مديريت هم سبب شوی چې په دې سیمه کې د اوبو ستونزه رامنځ ته شي. دوی وايي حکومت د اوبو استقامت د دغه ښار څخه منحرف او د ګاونډي ولایت يزد لور ته سم کړی تر څو یزد اکمال کړي.
په ایران کې حکومتي رسنيو رپوټ ورکړی چې د مظاهرو په جریان کې د اعتراض کونکو او د یورش ضد پولیسو تر منځ اخ و ډب رامنځ ته شوی چې په ترڅ کې يې پولیس او مظاهره کونکي ټپيان شوي هم دي، خو دا چې په څه شمیر کې پولیس او مظاهره کونکي ټپيان شوي، هغه يې نه دي ويلي.
د فارس خبري آژانس بیا ويلي دي چې کروندګرو او سيمیزو چارواکو د پنجشنبې په ورځ د اوبو د تقسیماتو پر مسئلې يوه معامله کړې ده. سربیره پر دې د ایران ولسمشر، ابراهیم رئیسي، د اصفهان، یزد او سمنان ولایتونو له استازو سره کتلي او د اوبو د ستونزې د حل ډاډ يې ورکړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، نيد پرایز په ایران کې د اوبو پر ستونزې يو ټويټ کړی دی او د «سوليزو اعتراض کونکو» پر ضد اقداماتو باندې يې خپل خپګان ښودلی دی. د پرایز د ټويټ په یوه برخه کې ويل شوي دي: «د ایران خلک حق لري چې د خپلو زیربناو له پاره غږ پورته او له خپل حکومت څخه حساب وغواړي.»
د ملکي خلکو له قوله داسې رپوټ هم ورکړل شوی چې په هغو سیمو کې چې اعتراضونه په لاره اچول کیږي، د موبایل انترنيتي خدمات په کې بند کړل شوي دي چې دغه خبره د نيټ بلاکس سازمان هم تائيد کړې ده. نيټ بلاکس د سایبري او حکومتي انترنت له امنيت څخه څارنه کوي.
په ایران کې د اوبو د کمښت په رامنځ ته کیدو سره، د وروستیو څو ورځو په جریان کې تقریبا په سیمه کې هره ورځ اعتراضونه ترسره کیږي. یو ایراني خبري آژانس ويلي دي چې په دې منځ کې دوه بيلدوزرونو د یو پايپ لاين چې د اصفهان اوبه یزد ته ورکوي، د تخریبولو له پاره کارول شوي دي.
په ایران کې د ۳۰ کلونو راهیسې وچکالۍ د پيښيدو په حال کې ده، خو په وروستیو کې دغه ستونزه له پخوا ډيره شوې ده. د ایران ميترولوجيکال سازمان یا د هوا پیژندنې ادارې د يو اټکل له مخې، په حاضر وخت کې د دغه هیواد ۹۷ سلنه نفوس د وچکالۍ له يو ډول کچې سره مخ دی.