اوکراین د روسیې د تر ټولو درنو هوايي بریدونو څخه خبر ورکړی
۱۴۰۴ تیر ۱۸, چهارشنبهد اوکراین هوايی ځواک خبر ورکړی دی چې روسي پوځ د ۷۲۸ بې پیلوټه الوتکو او ۱۳ توغندیو په کارولو سره په تیره بيا د هیواد لویدیځه برخه په نښه کړه. خو زياته کړې یې ده چې ډیرې دا وسلې یې خنثی سوي دي. همدارنگه د هیواد نورې برخې هم تر برید لاندي راغلي دي.
د معلوماتو له مخې د اوکراین په جنوبي سیمه خیرسون کې د دغو بریدونو له امله دوه کسان زخمیان سوي دي، د پلازمینې کیف په شاوخوا سیمه کې هم یو کس ټپي سوی دی. د وولينيا د شمال لویدیځې سیمې لوڅک ښاروال څرگنده کړې ده چې د یوې کمپنۍ پر ودانۍ د برید له امله اور لګېدلی دی. له پولنډ سره په سرحد کې امنیتي ځواکونو څرگنده کړې ده چې د هغوی ځینو جنګي الوتکو د پولنډ د هوايي حریم د امنیت د ساتلو له پاره الوتنې کړې دي.
برعکس پر روسیې باندي د اوکراین له خوا هم هوايي بریدونه ترسره سوي دي. د کورسک د لویدیځ ښار والي پر تیلیگرام باندي خبر ورکړی دی چې د یوه برید په ترڅ کی درې کسان وژل سوي دي چې په هغوی کې دروسیې د ملي گارډ یو غړی هم شامل دی. همدارنگه ډیر شمیر کسان ټپیان سوي هم دي. خو د ښکیلو خواوو له خوا وړاندي سوي ارقام په خپلواکه توگه نه سي ټأیید کیدای.
زیلنسکي د "دردونکو بندیزونو" غوښتنه کوي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي ، د ټولنیزو رسنيو د ايکس شبکې له لارې په مسکو کې پر حکومت تور ولګاوه چې غواړي یو وار بیا د یوه اوربند له پاره ټولې هڅې کمزورې کړي. نوموړي زياته کړې دا ښيي چې په تیره بیا د روسیې د تیلو د تجارت په وړاندي "دردوونکي" بندیزونه ضروري دي. زیلینسکي، ټینگار وکړ: "هر هغه څوک چې سوله غواړي باید عمل وکړي." په ورته وخت کې، هغه اعلان وکړ چې د هغه هیواد به له امریکا متحده ایالاتو سره خپلې اړیکې ژورې کړي.
په عین حال کې زیلنسکي، د اوکراین د بیارغونې په نړیوال کنفرانس کې د ګډون له پاره روم ته ورسید. د اوکراین د ولسمشرۍ د دفتر په وینا، له پاپ لیو څوارلسم، د ایټالیا له ولسمشر سرجیو ماتاریلا او د اوکراین له پاره د امریکا له ځانګړي استازي کیت کیلوگ سره هم لیدنې کتنې پلان سوي دي. د جرمني صدراعظم فریدریش میرڅ به هم د ایټالیا په پلازمینه کې په دغه کنفرانس کې گډون وکړي.
ترمپ: «له پوتین څخه ډیر ناراضه دی»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د روسیې په وړاندې د نورو بندیزونو له پاره د امریکا د سنا له خوا وړاندیز سوې لایحې ته په اشارې سره وویل چې هغه دا موضوع په ډېر دقت سره څېړي. نوموړی د کریملین له مشر ولادیمیرپوتین څخه "ډیر ناراضه" ؤ، یعني دا چې هغه "ډیرې بې معنی خبرې کوي." تېره اونۍ د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ ټیلفوني خبرو اترو په اوکراین کې د اوربند له پاره هیڅ پرمختگ رامنځته نه کړ.
د وال سټریټ ژورنال (WSJ) د رپوټ له مخې، ټرمپ د روسیې د بریدونو په پام کې نیولو سره کیف ته د اضافي پیټریوټ دافع هوا سیسټم پر ورکولو غور کوي. د پنټاگون یوه پخواني چارواکي دغه ورځپاڼې ته ته وویل چې امریکا متحده ایالاتو تر اوسه پورې د دې سیسټمونو څخه درې چمتو کړي دي، درې نور جرمني چمتو کړي، او د اروپایي هیوادونو یو کنسرسیوم يو سیستم چمتو کړی دی.
اړوند:له ترمپ سره د پوتين تر خبرو وروسته پر کیف پراخې حملې
په امریکا متحده ایالاتو کې جوړ سوی د الوتکو ضد پیټریوټ توغندیو سیسټم په نړۍ کې یو له ډیرو پرمختللو سیسټمونو څخه دی. هغه د دښمن د الوتکو، بالستیک توغندیو او کروز توغندیو سره د مبارزې له پاره کارول کیږي. تیره اونۍ رپوټ ورکړل سو چې په واشنگټن کې حکومت، د الوتکو ضد توغندیو په گډون د هغو وسلو د ليږد پروسه په ټپه درولې چې د مخکني ولسمشر جو بایډن، له خوا یې ژمنه سوې وه.