کاناډا له ايران څخه د يو اعشاريه يو مليارډ ډالره غرامت غوښتی
۱۳۹۸ بهمن ۱۹, شنبهد اوکراين هوايي شرکت ۷۵۲ نمبر الوتکه، د ۲۰۲۰م کال د جنوري مياشتې په ۸مه نيټه د تهران له هوايي اډې څخه تر پورته کيدو لږ وروسته د ايران سپاه پاسداران ځواکونو له خوا پر دوو توغنديو وويشتل شوه. په پيښه کې په الوتکه کې سپاره ټول ۱۷۶ تنه ووژل شول چې ۵۷ تنه يې کاناډايان ول.
د رويترز خبري آژانس په حواله، د کاناډا يوې حقوقي ډلې د دغې الوتکې د يو شمير قربانيانو د کورنيو له خوا، محکمې ته شکايت کړی دی. دغې ډلې، د ايران له روحاني مشر علي خامنه اي، د سپاه پاسداران ځواکونو د لوړ پوړي قوماندان اميرعلي حاجي زاده او د دغو ځواکونو له يو شمير نورو قوماندانو څخه محکمې ته شکايت کړی دی.
حاجي زاده د اوکرايني الوتکې تر غورځيدو درې ورځې وروسته د هغې د ويشتلو مسئوليت ومانه. هغه ويلي وو چې پر دغې اوکرايني الوتکې يې «د کروز توغندي په تيروتنه» ډزې کړې دي.
د کاناډايي حقوقي ډلې مشري، مشهور کاناډايي وکيل مارک آرنولد کوي. هغه تر دې مخکې هم د ايران پر ضد يوه حقوقي دعوا کړې چې، ګټلې يې وه.
په رپوټ کې ويل شوي چې کاناډايي وکيلانو د امنيتي دلايلو له مخې د خپلو موکلانو نومونه نه دي په ډاګه کړي. د وکيلانو دغې ډلې د يونيم ميليارډ کاناډايي ډالرو (۱ اعشاريه ۱ ميليون امريکايي ډالر) د غرامت غوښتنه کړې ده.
کاناډايي وکيلان، د اوکرايني الوتکې راغورځول، یو «عمدي او آګاهانه» تروریستي اقدام ارزوي.
ایران او سوريه يوازيني دوه هيوادونه دي چې کانادا هغوی له تروریزم څخه د ملاتړ په لست کې شامل کړي دي. کانادا کولای شي د دغو هيوادونو جايدادونه د هغو د محکوم کيدو په صورت کې ضبط يا خرڅ کړي.
خو لا تر اوسه معلومه نه ده چې آیا ايران به په کاناډا کې په دومره اندازه جايداد چې د محکوم کيدو په صورت کې يې ۱ اعشاريه ۱ ميليارډ ډالر پوره کړي، ولري او که نه.
د غورځول شوې يادې اوکرايني الوتکې مړه شوي مسافر د افغانستان، ايران، اوکراين، کاناډا، سوئيس او بريتانيا هيوادونو اوسيدونکي ول. په ايرانيانو کې اکثره يې دوه تابعت لرونکي ايرانيان ول چې د ايران حکومت د هغوی دوهم تابعيت په رسميت نه پيزني. په دې حساب، د قربانيانو له ډلې څخه۵۲ تنه یې دوه تابعيت لرونکي ايراني الاصله کاناډایان دي.
له ايران څخه د غرامت غوښتنې موضوع د نورو هيوادونو له خوا هم تعقيب کيږي. د اوکراين ولسمشر، ولاديمیر زيلينسکي تر دې وړاندې ويلي وو چې ايران ورته د هر قرباني کورنۍ ته د ۸۰ زره امريکايي ډالرو غرامت ورکولو وړانديز کړی دی. هغه ويلي وو چې دا ناکافي ده.