انگلستان او ترکيه نور عسکر افغانستان ته استوی
۱۳۸۵ اسفند ۸, سهشنبهاعلان
دا تصميم هغه وخت ونيول شو، چې د ناتو نورو هېوادونو لکه د آلمان فدرالي جمهوريت او فرانسې نه غوښتل، تر څو د افغانستان په جنوب کې يو نارامه ولايت هلمند ته خپل عسکر ولېږي.
افغانستان ته دغو عسکرو د لېږر امکان هغه وخت وشو، چې د انگلستان صدراعظم ښاغلی بلیر اعلان وکړ، چې دی به يوزر او شپږسوه انگليسي عسکر له عراق څخه راوباسي. اوس مهال په افغانستان کې پنځه زره او شپږ سوه عسکر ځای په ځای شوی دي.
د ترکيي هېواد هم دا خبر ورکړی دی چې، افغانستان ته به دوه سوه نور عسکر ولېږی. په دې صورت کښې به د ترکي عسکرو شمېره زرو ته ورسېږي.