انځورونه: د نړۍ په ګوټ ګوټ کې روژه او روژه ماتی
په ټوله نړۍ کې په ميليونو مسلمانان تر متفاوتو شرائطو لاندې روژه نیسي. د مثال په توګه په افغانستان کې خلک د بې وزلۍ او بې کارۍ تر سيوري لاندې دي او په غزه کې بيا په روژه کې ډېرو اساسي توکو ته اړتيا ليدل کيږي.
د بې وزلۍ تر سيوري لاندې روژه
په افغانستان کې په عمومي توګه له روژې مخکې د خوراکي توکو بیې لوړيږي. په دغه هېواد کې د طالبانو له دويم ځلي واکمنېدو راهېسې بې وزلي او بې کاري ډېره شوې ده او د خلکو د خرید توان په څرګند ډول کم شوی دی. دوکانداران هم د سوداګرۍ له رکود څخه شکایت کوي.
د غزې په ويجاړيو کې روژه مات
د غزې تړانګې د اوسېدونکو له پاره په سږنۍ روژه کې د جشن او مېلمستيا ډېر فرصت نشته. په غزه کې جګړه او مصيبت د روژې پر میاشتې سيوري غورځولی دی. دلته په جباليا کې ماشومان د ويجاړيو او خیمو ترمنځ د روژه مات له پاره خواړه توزيع کوي. په اصل کې د روژې مياشت د خپلو خپلوانو او دوستانو سره د ليدو او خوښيو لمانځلو يو فرصت دی.
تر څو لسیزو وروسته بې له اسده لومړۍ روژه
څو لسیزې وروسته په لومړي ځل د سوریې خلک روژه بې د اسد د کورنۍ له حکومته نيسي. د تېر میلادي کال په دسمبر میاشت کې د بشار الاسد، د حکومت تر سقوط وروسته د سوریې ډېری وګړي د يوه ښه راتلونکي تمه لري، که هم چې د دې هېواد په ډېرو برخو کې اوس هم د جګړې ويجاړۍ ليدل کيږي.
د جګړې د ويجاړيو په منځ کې روژه مات
د غزې تراډې په جنوب رفح سيمه کې چې څو میاشتې د اسرائيل بمابرۍ پرې رواني وې، د جګړې د کنډوالو په منځ کې د روژې مياشتې د سينګار د څراغونو رڼاګانې ځليږي. دلته ليدل کيږي چې خلک سره يوه اوږده دسترخوان ته راټول شوي دي چې دا د کړاو او خفګان په منځ د اميد يوه نخښه ده. تر اوسه روښانه نه ده چې د اوربند هغه تړون به چې د شنبې په ورځ پای ته رسيدلی، تمديد شي او که څنګه؟
په ترکيه کې د ډول وهلو دود
د استانبول د سلطان احمد په سيمه کې آبي جومات ته نږدې روژه مات. د پشلمي پر وخت د ترکیې د ښارونو په کوڅو کې د ډول غږ اوريدل کيږي. «د روژې ډول غږونکي» مسلمانان د پشلمي له پاره راويښوي.
د رڼاګانو په سمندر روژې ته هرکلی
په اندونیزيا کې روژه د بېلا بېلو رنګونو، عبادتونو او نورو مراسمونو سره بدرګه کیږي. په تانګرانګ کې د اور د لمبو څراغونو سړک روښانه کړی دی. دلته په سونو کسان چې مشالونه یې په لاس کې دي، مذهبي او اسلامي ترانې زمزمه کوي.
د ټولو ګډ جشن
په اندونیزيا کې د مسلمانانو ترڅنګ چينايي - اندونیزيايي ټولنې هم د روژې جشن لمانځي. د يو بل د زغملو روحيه په اندونیزيا کې د روژې ځانګړنه ده.
په ټايمز څلورلاري کې د جمعې لمونځ
د روژې له پېل سره سم، په سونو مسلمانانو د نيويارک د ګڼې ګوڼې په دې ساحه کې د تجارتي لوحو د رڼاګانو په منځ کې د تراويح لمونځ ادا کړ.
د جنوبي افريقا د ميدرنه په مسجد کې لمونځ
د جنوبي افريقا د ميدرند په نظاميه مسجد کې خلک د لمانځه له پاره راټول شوي دي. د مسجد د چت څراغونو په داسې حال کې چې د قرآن پاک تلاوت کيږي، مسجد روښانه کړی دی.
روژه په برلين کې
د برلين په سيهيتليک مسجد کې مسلمانان د تراويح د ادا کولو له پاره راټوليږي. د برلين د سيکولار ښار د نفوس ۱۰ سلنه یې مسلمانان دي چې د دې ښار له سترو مذهبي ټولنو څخه يوه ده. د دې ښار ۱۲ سلنه اوسيدونکي پروتستانت او ۷ سلنه کاتوليک دي.