انځورونه: د بُن د بالونونو جشن
د آلمان په بن ښار کې د بالونونو کلنی فیستیوال په لاره اچول شوی چې په کې د آلمان، بلجیم او هالنډ هیوادونو ۳۰ ټیمونه برخه لري. بالونونه د بن ښار د راين اوې له پارک څخه او د دغه ښار له پاسه دوره وهي. انځورونه ېې وګورئ.
۱۴م کال
د آلمان په کلن ښار کې د بالون فستیوال اداره وايي چې سږکال د بالونونو ۱۴م فستیوال دی چې په لاره اچول شوی دی. دغه اداره وايي دغه جشن په کال کې یو ځل ترسره کيږي چې اغلب په جون میاشت کې وي.
مناسبه هوا
شين آسمان او مناسبې هوا مرسته کړې چې لا ډېر خلک سیل ته راشي. مسئولین وايي، په دغه فیستیوال کې د آلمان، بلجيم او نیدرلیند یا هالند هیوادونو ۳۰ ټيمونه ګډون لري. دغه فیستوال د پنجشنبې په ورځ د جون ۸مه په ځایی وخت د مازدیګر په ۷ بجو پيل شو.
د بالونو پړسول
بالون د اور لمبو څخه په راوتلي حرارت ډکيږي. دغه اور د مخصوصو ماشینونو په ذریعه چې په ډېر فشار چليږي، حرارت تولیدوي. هر بالون د خپل لوی والي یا اندازې له مخې هوا ته اړتیا لري چې ډګول ېې هم په هماغه اندازه ډېر وخت نیسي.
بې صبرانه انتظار
تر ټولو هیجاني شیبه د بالون د پورته کېدو وخت وي. نه یوازې په بالون کې ناست کسان بلکې سیل ته راغلي خلک هم ورسره خپل احساسات بیانوي. د لا خونديتوب په موخه، په بالون کې سفر کونکي د موظفو کسانو له خوا د بالون په کجاوه یا ټوکرۍ کې کېنول کيږي او بېا هوا ته پورته کیږي.
غټ بالون غټ ځای
د هر بالون کجاوه د بالون د لویوالي له مخې افراد لیږدوي. په دې معنی هر څومره چې بالون لوی وي هومره ېې کجاوه هم لویه او ډېر کسان په کې سپريږي.
د خوښیو شريکول
په کجاوه کې ناست کسان له پاسه د لاسونو په ښورولو لاندې سیل ته راغلو خلکو سره د لاسونو په ښورولو خپله خوښي شريکوي.
تر ټولو ښه فرصت
د بن بالونونو فیستیوال اداره وايي چې د سيل له پاره تر ټولو ښې ورځې د شنبې او يکشنبې ورځې دي چې په جریان کې ېې، «لوی او واړه» بالونونه هوا ته پورته کيږي او دغه ورځې ېې د مینه والو له پاره بهترين فرصت بللی دی.
د هر عمر افرادو د خوښۍ ځای
د بالونونو فیستوال د ماشومانو، ځوانانو او د ډير عمر لرونکو افرادو له پاره په زړه پورې دی. څوک ېې له سفره خوند اخلي او څوک ېې له کتو.
عکاسي
د عکسونو اخیستل حتمي ده. ډيری نندارچیان نه غواړي چې د په زړه پورو شيبو د انځورونو اخیستلو فرصت له لاسه ورکړي.
لا پورته لا ډېر خوند
د راین اوې پارک چې ورڅخه بالونونو پورته کیږي، د بن ښار جنوب لور ته د راین سیند په غاړه موقعیت لري. له دغه پارکه پورته کېدونکي بالونونو د بن ښار له سره لويديځ پر لور روانيږي او له ښاره بهر په يوه ټاکلې ساحه کې بېرته ښکته کيږي.
پراخ حضور
د بن د بالونونو فیستیوال د ویب پاڼې په حواله، سږنی فستیوال د څلورو ورځو له پاره د جون له اتمې تر یوولسمې تنظیم شوی دی. د پنجشنبې ورځې عمومي رخصتي او ورپسې د اوونۍ د پای دا فرصت برابر کړی چې لا ډير خلک د فیستوال سيل ته ورشي.
کامره
حتمی نه ده چې مسلکي عکاس واوسئ. دا هم مهمه نه ده چې پرمختللې کامره له لوی لینز سره ولري. موبایل چې وي د عکاسۍ مسئله حل ده.
ګډوانوال ټيمونه
د یادې ویب پاڼې په حواله، په دغه فیستیوال کې د آلمان، بلجيم او نیدرلیند یا هالند هیوادونو ۳۰ ټيمونه ګډون لري. دغه فیستوال د پنجشنبې په ورځ د جون ۸مه په ځایی وخت د مازدیګر په ۷ بجو پيل شو.
پوره بندوبست
د راین اوې پارک ته نژدې د سودا اخیستلو له پاره سوپر مارکيټ نشته. ځکه خو یو شمېر کورنیو له ځانونو سره خواړه او څښاک هم راوړي دي.
د آيسکریم پلورونکو ګرم بازار
په پارک کې دننه د خوړو له پاره د آیس کریم د سیارو دوکانونو په څير امکانات شته، خو د اخیستلو له پاره به ېې په اوږده کتار کې دريږئ.
ګډونوال ټيمونه
د يادې ویب پاڼې په حواله، په دغه فیستیوال کې د آلمان، بلجيم او نیدرلیند یا هالند هیوادونو ۳۰ ټيمونه ګډون لري. دغه فیستوال د پنجشنبې په ورځ د جون ۸مه په ځایی وخت د مازدیګر په ۷ بجو پيل شو.
د کورونو پر لور
د مازدیګر تر اتو بجو وروسته يو شمیر خلک آرام پارک ترک کوي او د خپلو کورونو پر لور ځي.
له ګنجایشه اوښتل
د رش کچه د دغې کثافت دانۍ له وضعیته هم يو څه ښکاري. ېوې چارواکې دويچه ويله ته وويل چې پارک ته د راغلو کسانو دقیق شمیر باندې نه پوهيږي خو په اټکلي توګه ېې شمېر له زرو ډېر دی. د موټرو د پارکولو له پاره د پارک د خپل پراخ تم ځای نه علاوه د عمومي سړک دواړو څنډو ته هم ډېر ځای د سړک یوه یوه لیکه تم ځای ته بېله شوې ده. چمتو کونکی: م.ک.ص.