اندونیزیا: د اورغورځیدنې له امله ۱۱ غره ختونکي مړه سوي
۱۴۰۲ آذر ۱۳, دوشنبهد پادنگ د ژغورنې له ادارې څخه عبدالمالک د دوشنبه په ورځ وویل: »له ۲۶ کسانو څخه چي نه دي انتقال سوي، موږ یوازي ۱۴ پیدا کړي دي چي درې یې ژوندي او ۱۱ یې مړه دي. د سوماترا په ټاپو کي د ماراپي اورغورځوونکی غر د یکشنبې په ورځ فعال سو او د ۳۰۰۰ متره په لوړوالي سره یې اورونه او لوگي هوا ته پورته کړل.
مالک څرگنده کړه چي د شنبه په ورځ نوموړي آتشفشاني غره ته ۷۵ غره ختونکي تللي وه. د هغه په خبره ۱۲ کسان نور لادرکه دي او ۴۹ بیرته ستانه سوي دي.
لکه څرنگه چي د لویدیځي سوماترا د چاپیریال ساتني ادارې خبر ورکړی دی، ژغورونکې عملې ټوله شپه هڅه کوله ترڅو دغه غره ختونکي ډاډمنو ځایونو ته انتقال کړي. له ناورینونو څخه د ساتني له ادارې څخه رودي رینالدي، د فرانسې خبري آژانس ته وویل، ځینو غره ختونکو طبي درملنه ترلاسه کړه.
ماراپي د اندونیزیا د خبرداري په څلور پوړیز سیستم کي دوهمه درجه ځای لري. چارواکو د دغه آتشفان پر شاوخوا ، ۳ کیلومتره پراخه ساحه ، ممنوع اعلان کړې ده.
اندونیزیا د آرام سمندر د اور په حلقه کې پروت دی، چیرې چې څو تختې یو له بل سره ټکر کوي. له همدې کبله د سویل ختیځي آسیا په دغه ټاپو هیواد کي ډیر وخت زلزلې او آتشفشانونه رامنځته کیږي.
GP/NZ/AG