انجلينا جولي: ښځو او مهاجرو سره دې مرستې زياتې شي
۱۳۹۷ دی ۸, شنبهکله چې له انجلينا جولي څخه وپوښتل شول که چيرته سياست ته داخله شي نو سياسي چلند به يې څه وي، د هاليوود سينما دغې ستورې او د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازې وويل: «زه به هغو ځايونو ته ورشم چې اړتيا پکې زياته وي.»
انجلينا جولي چې د ښځو په وړاندې د جنسي تاوتريخوالو پر ضد يوه کمپاينره هم ده دغه څرګندونې له بي بي سره په يوه مرکه کې کړي دي. هغې د سياست ډګر ته په اشارې سره وويل: «که تاسو دغه پوښتنه له ما څخه شل کاله مخکې کړې وی، نو ښايي ما به خندلي ول.»
نوموړې د خپلو خبرو په دوام زياته کړه: «زه نه پوهيږم چې زه به سياست له پاره جوړه یم او که نه. خو پخوا مې هم په دې هکله ټوکې کولې چې په آلمارۍ کې به د مړو هډوکي وساتلی شم او که نه». د جولي اشاره د انګليسي ژبې يوه متل ده چې د سياستوالو د وړتياوو په اړه د ټوکې په شکل يې خلک په ژبه راولي. جولې دا هم وويل چې ملګرو ملتونو او نورو سازمانو سره د هغې کار مرسته کړې چې هغه «پرته له دې چې کوم لقب ورته ورکړل شي ډیر څه وکړي.» خو هغې زياته کړه چې په راتلونکې کې په خپل دريځ او تګلارې کې د بدلون رامنځته کول نه ردوي.
هغه په دې اړه زياتوي: «زه په صادقانه توګه هر هغه څه چې وشي کړای يو بدلون رامنځ ته کړي ترسره کړم. په حاضر وخت کې زه کولای شم اړمنو خلکو سره د ملګرو ملتونو سازمان د يوې څانګې له لارې په مستقيمه توګه ډیر کارونه ترسره کړم.»
انجلينا جولي په دې تړاو نور توضيحات داسې ورکړل: «زه دغه راز کولای شم حکومتونو سره کار وکړم او همداسې کولای شم له پوځ سره هم فعاليت ولرم. له دې کبله زه په يوه جالب موقف کې قرار لرم او کولای شم پرته له کوم لقب کار وکړم.»
د اسکار جايزې ګټونکې جولي، د جګړو څخه اغيزمنو افرادو د وضعيت ښودولو په موخه، په وروستيو کلونو کې د مهاجرو له کمپونو څخه هم ليدنې کړې دي. جولي همدا ډول د ښځو د ژغورنې په برخه کې نړيوالې هڅې لرلي دي. هغې د دې ترڅنګ له ناټو او حکومتونو سره په دې موخه هم کار کړی تر څو د ناوړه جنسي استفادې څخه د جګړې د يو ابزار په توګه مخه ونيول شي.
انجلينا جولي په نړۍ کې د موجوده ۶۸،۵ ميليونه بې ځايه شوو انسانانو لوړ ګراف ته په کتو وويل چې د دې ډيره اړتيا ليدل کيږي تر څو د هغو پرمختللو هيوادونو لا ډير ملاتړ وشي چې د مهاجرو کوربتوب کوي. هغې زياته کړه: «بايد تمرکز وشي چې دغه خلک په څه حال کې ژوند کوي؟ ولې دا هر څه پيښ شوي دي؟ څنګه موږ کولای شو په دغه لوړ شمير کې د بيځايه کيدو مخنيوی وکړو؟ او د دې رامنځ ته شوي وضعيت اصلي لاملونه څه دي؟»
د ملګرو ملتونو غړو هيوادونو د روانې اوونۍ په اوايلو کې د نړۍ په کچه د مهاجرتونو د ډيرېدو او د مهاجرتونو د لا ښه مديريت کولو په موخه، يوه توافق ته ورسيدل.
انجلينا جولي په ۲۰۱۱م کال کې د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ د ځانګړې استازې په توګه افغانستان ته هم سفر درلود. هغه په دغه سفر کې د «ګودر کلا» سيمې ته ولاړه او هلته يې له هغو افغان ماشومانو سره وليدل چې د جولي هيڅ فلمونه يې نه وو ليدلي او نه هم د دغې ستورې د نړيوال شهرت په اړه يې کوم معلومات لرل.
مهاجرت پر موضوع يو انځوريز البوم: