شخړي
امریکایي دیپلوماتې په پاکستان کي د افغانستان په اړه خبرې کړي
۱۳۹۷ تیر ۱۳, چهارشنبهاعلان
د دې چارواکې د سفر هدف دا دی چې له پاکستاني چارواکو سره پر دې خبرې وکړي چې په افغانستان کې د وروستي اوربند تر پای ته رسیدو وروسته، څرنګه کیدای شي چې د سولې بهیر پیل شي او د طالبانو او کابل حکومت تر منځ مستقیمې خبري اترې وشي.
ویل کیږي چې پاکستان د افغانستان په اوربند کې هم نقش لاره. د دې اوربند په موده کې چې د کوچني اختر د درو ورځو له پاره په پام کې نیول شوی وو، افغان ځواکونو او طالبانو په ګډه اختر ولمانځه او په دغه هیواد کي جګړې و نه شوې.
د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلس، په دې ترڅ کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه، سره ولیدل. دغه لیدنه د سه شنبې په ورځ شوې ده.
پاکستان ته د الیس تر سفر مخکې، څو ورځي مخکي یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله، هم وژلی وو.