امریکايي سناتور د ترمپ پرضد ۲۵ ساعته بې وقفې خبرې وکړې
۱۴۰۴ فروردین ۱۳, چهارشنبهله نیوجرسي ایالت څخه ۵۵ کلن کوري بوکر، د دوشنبې په ماښام په خپله وینا پیل وکړ او پرته له وقفې یې ۲۵ ساعته او پنځه دقیقې خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ د ټاکنو پخواني نوماند بوکر، د دوشنبې په ماښام ځايي وخت اوه بجې په خپله وینا پیل وکړ او د سه شنبه د ماښام تر اتو بجو او ۵ دقیقو پورې یې ادامه ورکړه.
مخکې له دې د امریکا متحده ایالاتو په سنا کي د خبرو تر ټولو اوږد ریکارډ، د جنوبي کارولاین د سناتور ستورم تورموند، په نوم ثبت سوی وو چي د ۲۴ ساعتونو او ۱۸ دقیقو له پاره یې پرته له وقفې د ۱۹۵۷م کال د مدني حقونو د قانون پرضد خبرې کړي وې.
د تور پوستو څلورم سناتور بوکر، چي د خلکو د رایو په نتیجه کي یې سنا ته لار پيدا کړې ده، د سه شنبې په ورځ دغه ریکارډ مات کړ او د وینا په پای کي یې لا ږغ قوي او له احساساتو ډک وو.
نوموړي خپل د خبرو په پای کي وویل: «دا یوه اخلاقي شیبه ده. د ښي یا کیڼ خبره نه ده. خبره پر سم او ناسم ده. میرمن رئیسې، زه خپلي خبري پای د ته رسوم.»
دغه دیموکراټ سناتور وویل چي د دونالډ ترمپ د اجرایوي قدرت یرغلیز زیاتوالي د امریکا متحده ایالاتو ډیموکراسي له گواښ سره مخامخ کړې ده.
هغه په دې وینا کي د میلیارډر او د ترمپ د مشاور ایلان ماسک، له خوا د ځینو برنامو د درولو په گډون د کنگرې له هوکړي پرته د ولسمشر دونالډ ترمپ پر اقداماتو سخت انتقاد وکړ.
نوموړي وویل:«د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، یوازي په ۷۱ ورځو کي د امریکایانو امنیت او مالي ثبات او زموږ د ډیموکراسی اساسي بڼسټونو ته ډیر زیانونه رسولي دي.»