امریکا کې یوه کس یو میلیارده ۳۳۷ میلیونه ډالر لاټري ګټلې
۱۴۰۱ مرداد ۹, یکشنبهدا د امریکا د متحده ایالاتو په تاریخ کې دریم لاټري ټیکټ دی چې تر ټولو ډیرې پیسې پکې ګټل شوي دي.
د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ میاشت کې تر ټولو زیاته اندازه ۱ میلیارده ۵۸۶ میلیونه ډالره و، چې د کالیفورنیا ایالت په فلوریډا ښار کې یوه کس ګټلې وې.
د ۲۰۱۸ په اکتوبر کې، یو بل کس په جنوبي کالیفورنیا کې ۱،۵۳۷ میلیون ډالر وګټل.
دا اندازه له دې امله لوړه شوې چې د اپریل له ۱۵ راهیسې د لاټرۍ د شپږو شمیرو سره د هیڅ پیرودونکي شمیر نه دی برابر شوی.
د جیک پاټ ګټلو یا د دغه لاتري ټکټ ګټلو امکانات په ۳۰۲.۵ میلیونو کې یو دی.
د دې پیسو یوه برخه هغې هټۍ ته هم ورکول کیږي چیرې چې دا ټیکټ پلورل شوی و. د دې هټۍ مالک ته باید له دې پیسو څخه ۵۰۰ زره امریکایي ډالر ورکړل شي.
پوهان وايي چې د داسې لاټرۍ ګټونکي باید د خپل هویت د ساتنې لپاره جدي هڅې وکړي ځکه چې دا کولی شي هغه له خطر سره مخ کړي.