امریکا په عدن خلیج کې لیزري وسله آزمويلې ده
۱۴۰۰ آذر ۲۵, پنجشنبهد امریکا د سمندري ځواکونو پنځمې بیړۍ په یوه بیانیه کې چې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د دسمبر ۱۵ نېټه) یې پخپله انټرنټ پاڼه کې خپره کړې ده، ویلي دي چې د «یو اس اس پورتلند» بیړۍ په عدن خلیج کې یو لیزري وسله چې د ډیرې انرژۍ درلودونکې ده د اوبو پر مخ کښتیو د په نخښه کولو له پاره په بریالیتوب سره آزمایلې ده.
فارس خلیج او عرب سمندر د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې کښتۍ عملیاتي حوزه ګڼل کیږي. دغه بېړۍ د ۲۰۲۱م کال په می میاشت کې توانیدلې وه چې د عرب سمندر په شمالي اوبو کې د وسلو یوه لویه محموله کشف کړي.
خو دا لومړی ځل نه دی چې په فارس خلیج او سیمه کې لیزري وسلې ازمایل کیږي. امریکا پخوا هم د دا ډول بریالیو آزموينو خبر ورکړی وو.
د امریکا سمندري ځواکونه د ۲۰۲۰م کال په می میاشت کې وتوانیدل چې د پورتلند له بیړۍ څخه په بریالیتوب په ارام سمندر کې یوه بې پیلوته الوتکه په نخښه او را نسکوره کړې.
د فارس خلیج، سره بحیره، د عدن خلیج، عمان خلیج او د هند اوقیانوس ځینې برخې د امریکا په پنځمې بیړۍ پورې مربوطه عملیاتي ساحه ده.
د سیمې ستراتیژیک ارزښت، جغرافیه او اقلیم د پوځي ټکنالوژۍ په برخه کې د نوښت له پاره ښه امکانات برابروي. خو په سیمه کې د دا ډول آزموېنو د ترسره کولو یو بل دلیل د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو شعیه حوثیانو د تهدیدونو پر وړاندې مقابله یاده شوې ده.
حوثیانو پخوا څو واره د یمن په سویل عدن خلیج کې د هغو کښتیو په وسیله چې بمونه پکې ځای پرځای شوي یا هم له لیري کنترولیدل، اهداف په نخښه کړي دي.
پر حوثیانو سربیره سپاه پاسداران هم چې په فارس خلیج کې پر کوچنیو کړندیو کښتیو سمبال دي، په ځینو مواردو کې امریکایي بیړیو ته ستونزې رامنځته کړي دي.
د امریکا د سمندري ځواکونو پنځمې کښتې یونیم کال مخکې د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي ول چې د سپاه پاسداران کوچنیو کښتیو امریکایي کښتیو او د ساحلي ګارد کښتیو ته نږدې «خطرناک او تحریک کوونکي» مانورونه ترسره کړي دي.
د امریکا پخواني ولسمشر دونالد ترمپ، د امریکا سمندري ځواکونو ته امر کړی وو چې که چیري ایراني کوچنۍ کښتۍ د امریکا سمندري کښتیو ته مزاحمت رامنځته کوي د هغوی پر لور دې ډزې وکړي او ټولې دې لمنځه یوسي.
د ۲۰۲۱م کال د اپریل مياشتي په وروستیو کې په فارس خلیج کې د سپاه پاسداران یوه لویه او دوې کوچنۍ کښتۍ بیا په یرغلیز ډول امریکایي کښتیو ته نږدې شوې وې. د امریکا سمندري ځواکونو دغه پېښه «تشنج زیږونکې» بللې وه.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز