امریکا پر کويټ د توغندیو دفاعي سیستم پلوري
۱۴۰۱ مهر ۱۵, جمعهد امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر ۶مه) پر کويټ باندې د ۳ ميليارډ ډالرو په ارزښت د توغندیو دفاعي سيستم پر خرڅلاو موافقه وکړه. د امریکا دغه اقدام کويټ ته د دې امکانات په لاس ورکوي چې د «ناسامز» په نوم ځمکې نه هوا ته پرمختللي توغندويز دفاعي سیستم ته لاسرسی پېدا کړي.
دغه وسله، د امریکايي شرکت رايتئون او په ناروې کې د کونزبرګ دفاع او فضا شرکتونو مشترک تولید دی او د امریکايي شرکت له خوا پر کويټ خرڅيږي.
ترکيه له روسیې څخه د توغنديو دفاعي سيستم رانيسي
په خپله امریکا متحده ایالات هم د سپينې ماڼۍ او پنټاګون د هوايي حریمونو د امنیت د حفاظت له پاره له «ناسامز» پرمختللي سیستم څخه کار اخلي.
هندوستان او هنګري او اوس کويټ
هندوستان او هنګري هم په وروستیو کلونو کې د خپلو هوايي حریمونو د امنيت د تامين له پاره ناسامز دفاعي سیستم رانيولی وو چې اوس کويت هم د هغوی په ډله کې ورزياتیږي.
امریکا متحده ایالاتو د روان کال په جون مياشت کې اعلان کړی وو چې کيف ته به هم دغه دفاعي سیستم البته له اوکراین سره د ۷۷۰ میلیون ډالري امنيتي مرستو په چوکاټ کې برابر کړي.
آلمان د توغنديو د نوي دفاعي سیسټم پر جوړولو غور کوي
واشنګټن ويلي وو چې له دغه اقدام څخه ېې هدف، د اوکراین د هوايي دفاع سیستم عصري کول دی کوم چې د پخواني شوروي اتحاد د وخت دی.
خو دا به څو میاشتي او حتی کلونه وخت ونیسي تر څو د ناسامز توليدونکي امریکايي او نارويږي شرکتونه وتوانیږي اوکراين ته دغه دفاعي سیستم آماده کړي.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا پر کويټ د دغه توغندويز دفاعي سیستم په تصویب سره، اوس د دغه تصمیم له پاره د امریکا د کانګریس ۳۰ ورځنی مهلت پيليږي چې ورباندې به خپله ارزونه کوي.
هند روسیې ته د توغندیو د نوي سیستم بیانه ورکړې
د امريکا کانګریس په وروستیو میاشتو کې داسې قوانين تصويب کړل چې پر اساس ېې د امریکا مشتریانو ته د تسلیحاتو د ورکړې پروسه چټکه کيږي. په دې برخه کې د امريکا هڅې تر ډيره پر تایوان د ۱۴ ميليارډ ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو خرڅلاو پورې مربوط کيږي چې له ېوې مودې راهيسې له خپل زماني پروګرام څخه وروسته پاتې شوی دی.
امريکا په دې هڅه کې ده تر څو دغه اقدام سره د چين له خوا په زور د تایوان د بېرته نيولو مخه ونیسي. تايوان په خودګردانه توګه اداره، خو د پکن له نظره له چین څخه یو جلاشوی ایالت ګڼل کيږي. د پکن چارواکو په کراتو ګواښ کړی چې د تایوان د مالکيت په تړاو خپله داعیه به حتی د زور له لارې په څوکۍ کينوي.
پر ورته موضوع یو انځوریز البوم: