امریکا د هواوی کمپنۍ د تولیداتو واردات او خرڅلاو منع کړ
۱۴۰۱ آذر ۵, شنبهاعلان
د امریکا د مخابراتي کنټرول چارواکو ویلي دي، چي هغوی د امریکا ملي امنیت ته تر اندازې ډیر خطر پيښوي. د واشنګټن حکومت تر ټولو دمخه پر هواوی کمپنۍ باندي د چینايي دولتي چارواکو سره د نژدې ارتباطاتو تور لګوي، حتی د جاسوسۍ او سبوتاژ په برخه کي. خو دغه چینايي شرکت بیا دغه ټوله تورونه ردوي.
هواوی د نړی د تکنالوژیکي تولیداتو ډیر لوی شرکت دی او د ۲۰۰۳ راهیسي د موبایل تلیفونونو په جوړولو او معامله کي هم ورداخل سوی دی.