امریکا د روسیې د فضایې وسلو په اړه اندیښمنه ښوولې
۱۳۹۷ مرداد ۲۳, سهشنبهد ولسو د کنترول، تأیید او پر شرایطو د برابروالي په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو د حکومت لوړپوړې چارواکې یالیم دي. اس. پوبلیتې، دغه څرګندونې په ژنیو کې د بې وسلې کیدو په اړه د ملګرو ملتونو یوه کنفرانس ته کړي دي. په دې کنفرانس کې پر داسې یوه تړون بحث کیږي چې هدف یې د فضايي وسلو د یوې سیالۍ د رامنځ ته کیدو مخنیوي دی.
هغې دې کنفرانس ته وویل: «د امریکا متحده ایالاتو له پاره دا یو بل ثبوت دی چې د روسیې خبرې د دې هیواد له کړو وړو سره سر نه خوري.»
هغې زیاته کړه چې د روسیې وروستیو کړو وړو ته په کتلو سره د دغه هیواد له خوا د فضايي ظرفیت لوړولو هڅې د اندیښنې وړ دي. روسیې همدا راز د ځمکې مدار ته په «فضا کې د حرکت د په نښه کولو اله» استولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر دونالد ترمپ ادارې هم په دې وروستیو وختونو کې د فضايي قوې رامنځ ته کول تایید کړي دي.