«د جنسي سوء استفادې قربانیانو ته ۳۸۰ میلیونه ډالره تاوان»
۱۴۰۰ آذر ۲۴, چهارشنبهد امریکا متحده ایالاتو د جمناستیک فدراسیون (USAG)، د دغه هیواد د المپيک او پارالمپيک کمیټو او د جنسي زورونې د سلګونو قربانیانو ترمنځ قانوني کشمکش پای ته ورسید. په اینډیاناپولیس کې یوې محکمې قربانیانو ته له ۳۸۰ میلیونه ډالره غرامت ورکولو سره موافقه وکړه. دغه قربانیان د ۵۸ کلن لري نصار، په وسیله چې څو کلونه یي د دې ټیم د داکتر په وسیله کار کاوه، د جنسي سوء استفادې ښکار شوي دي.
د امریکا متحده ایالاتو د جمناستیک فدراسیون مشر لي لي لئونګ، وویل: «د امریکا متحده ایالاتو د جمناستیک فدراسیون د هغه تراوما او درد له امله چې قربانیانو د دغه فدراسیون د چلند او ناسمې پاملرنې له امله زغملي دي ژور خفګان څرګندوي.»
نصار اوسمهال خپل د ابدي حبس دوره تیروي. نوموړی د محکمې د درو حکومونو په ترڅ کې له ورزشکارانو او حتی قانوني سن ته نه رسیدو کسانو د جنسي سوء استفادې په جرم په ۱۵۷ کاله بند محکوم شوی دی. نصار د امریکا متحده ایالاتو د جمناستک په فدراسیون او د میشیګن ایالت په پوهنتون کې د ورزش متخصص ډاکتر په صفت د خپلې دندې د اجرا کولو پرمهال د ښځو او ورزشکارانو په جنسي زورونې اعتراف کړی دی.
سلهاوو ښځو د هغو له جملې څخه د المپيک د څانګې قهرمانانو سیمون بایلس، آلی رایسمن او مک کایلا ماروني، نصار په جنسي آزار او زورونې تورن کړی و. د امریکا متحده ایالاتو د میشیګن ایالت پوهنتون دری کاله مخکې قربانیانو ته پر ۵۰۰ میلیونه ډالره غرامت موافقه کړې وه.
قربانیانو ته د پوستونو ورکول
د ترلاسه شوي موافقې یوه برخه دا ده چې د امریکا متحده ایالاتو د جمناستیک، د المپيک او پارالمپيک کمیټې خپل د مدیره هیئت ځیني پوستونه د جنسي زورونې د پيښو پخوانیو قربانیانو ته ورکوي. سربیره پر دې په راتلونکي کې له سوء استفادې څخه د ورزشکارانو د ساتنې له پاره لا زیات اقدامات ترسره کیږي.
د شکایت کوونکو وکیل ویلي دي چې د المپیک کمیټه ژمنه ده چې د دغو اصلاحاتو د ترسره کولو له پاره پنځه میلیونه امریکایي ډالره ورکړي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز