امریکا د بهرنیو محصلینو د ټولنيزو رسنيو اکاونټونه څېړي
۱۴۰۴ خرداد ۲۹, پنجشنبهد امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د یوه داخلي حکم له مخې چي د رویټرز له خوا لیدل سوی دی، محصلینو او د تبادلې پروسې زده کوونکو ته به یو وار بیا د ویزې د غوښتنې له پاره د ملاقات وخت ورکول سي.
د هغه حکم له مخې چې د جون پر ۱۸مه نېټه خپور او د چهارشنبې په ورځ د متحده ایالاتو قونسلګريو ته استول سوی دی، په عین وخت کې، د قونسلګرۍ کارمندانو ته لارښوونه سوې ده چې پر ټولو غوښتنلیکونو "په جامع او بشپړ ډول" یو واربیا کتنه وکړي، ترڅو هغه کسان وپیژني چي "زموږ د اتباعو، زموږ د کلتور، زموږ د حکومت، زموږ د ادارو، او یا زموږ د بنسټ ایښودونکو اصولو پر وړاندې دښمنانه چلند ولري،"
اړوند:امریکا د بهرنیو محصلینو له پاره د ویزو پروسه وځنډوله
قونسلګرۍ باید په خپلو ارزونو کې، د عریضې د وړاندي کوونکو په تیره بیا "د سیاسي فعالیت تاریخ" ته ځانګړې پاملرنه وکړي او ارزونه وکړي چې ایا د دې امکان موجود دی، چې هغوی په امریکا متحده ایالاتو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د قونسلګرۍ کارکوونکي باید محصلین دې ته وهڅوي چې خپل د ټولنیزو رسنیو حسابونه عام کړي. د امریکا متحده ایالاتو حکومت تیره میاشت د هارورډ پوهنتون د محصلینو له پاره ورته مقررات معرفي کړل.
اړوند:ترمپ په هاروارد پوهنتون کې د بهرنیو محصلینو د منلو مجوز لغوه کړ
د می میاشتې په پای کې، د امریکا متحده ایالاتو حکومت د محصلینو او د تبادلې د زده کونکو له پاره د ویزو ورکول وځنډول او اعلان یې وکړ چې دوی به د ټولنیزو رسنیو حسابونه ډېر په دقت سره وڅیړي.
د اوسنيو مقرراتو له مخې، باید د انټرنیټ پر نورو فعالیتونو هم له سره کتنه وسي. همدارنگه ویل سوي دي، لکه څنگه چې په اوس وخت کي د ویزې د غوښتنلیکونو د بیاکتنې پروسه ډیر وخت نیسي، نو امکان لري، چي قونسلګرۍ، متقاضیانو ته د ملاقات له پاره لږ وختونه وړاندې کړي.