«پرترهگرۍ د څارنې په لیست کي د ۵۵ انتقال سووافغانانو نومونه»
۱۴۰۴ خرداد ۲۱, چهارشنبهد امریکايي رسنیو د رپوټونو په حواله، د دغه هیواد د عدلیې وزارت مفتش په یوه رپوټ کي ویلي دي چي چارواکي دغه هیواد ته له انتقال سوو هغو ۵۵ افغانانو سره مخامخ سوي دي چي نومونه یې پر ترهگرۍ باندي د څارنې په معلوماتو کي شامل سوي ول.
د نیویارک پُست د رپوټ په حواله په نوموړي رپوټ کي راغلي دي چي د امریکا د پلټنو په اداره (اف بی آی) کي د ترهگرو د ارزونې مرکز، هغه ۵۵ افغانان پیژندلي دي چي یا د امریکا متحده ایالاتو ته له داخلیدو مخکې یې نومونه پر ترهگرۍ باندي د څارنې په نوملړ کي وه او یا هم د تخلیې د عملیاتو او بیا میشتیدنې په ترڅ کي نوموړي لیست ته وراضافه سوي دي.
جمهوري غوښتونکي سناتور چاک گراسلي، د عدلیې وزارت د عمومي مفتش دغه رپوټ په متحده ایالاتو کې د افغانانو د ایستلو او بیا میشتیدنې پروسې په جریان کې د کافي چکونو د نه موجودیت په اړه د هغه د اندېښنو تائیدېدل وبلل.
نوموړي په یوه اعلاميه کي ویلي دي: "ما د ۲۰۲۱م کال له اگست میاشتې وروستهد افغانانو د انتقال په اړه د یوې جامع بیا کتنې د اړتیا په اړه خبرداری ورکړ."
د امریکايي رسنیو په حواله، اف بي آی له ارزونو وروسته د دغو افغانانو له ډلې د ۴۶ کسانو نومونه له نوموړي لیسته لیري کړي دي، ځکه چي دې نتیجې ته ورسیدل چي هغوی امریکا متحده ایالاتو ته کوم گواښ نه پیښوي، خو۱۹ کسان لا په دغه لیست کي موجود دي چي اته یې په امریکا متحده ایالاتو کي ژوند کوي.
د «نشنل ریویو» رسنۍ رپوټ ورکړی دی، په هغه وخت کي چي د عدلیې وزارت د دغه مفتش رپوټ د جوړیدو په حال کي وو، د عدلیې وزارت امریکا ته انتقال سوی یو افغان د ټاکنو په ورځ د داعش ډلې په استازیتوب د ترهگریز برید په پلانولو تورن کړ.
دغې رسنۍ زیاته کړې ده چي دافغانستان دغه تبعه د ۲۰۲۱م کال په سپتمبر کي له افغانستان څخه له گډوډیو ډکې تخلیې په ترڅ کي متحده ایالاتو ته راغلی او هڅه یې کړې وه چي د دغې دسیسې له پاره وسلې په لاس راوړي.