امریکا او چین د ګمرکي شخړې په اړه د مهلت غځولو پرېکړه وکړه
۱۴۰۴ مرداد ۲۱, سهشنبههغه لوړې تعرفې چې د امریکا او چین ترمنځ په سوداګرۍ کې ټاکل شوې وې، تر اوسه ځنډول شوې دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې د تعرفو د پلي کېدو نوې نېټه د نومبر تر ۱۰مې، د واشنګټن د ځایي وخت له مخې، د شپې په ۱۲:۰۱ بجو پورې وځنډول شوه. د چین د سوداګرۍ وزارت هم لږ وروسته دغه نوی مهلت تایید کړ.
د فرمان له مخې، متحده ایالات غواړي له چین سره خبرې اترو ته دوام ورکړي چې د سوداګرۍ په برخه کې موجوده ناانډولۍ له منځه یوسي. ټرمپ په خپل ټولنیز پلیټفارم (Truth Social) کې ولیکل: «د تړون ټول نور مواد بې بدله پاتې کېږي.» هغه دا د ۹۰ ورځو ځنډ وباله.
دغه هم ولولئ: امریکا پر هند تازه ګمرکي تعرفې وضع کړې
د امریکا او چین بیا ځلې خبرې اترې
له اپریل راهیسې، امریکا پر چینایي توکو د وارداتو تعرفې په تدریجي ډول تر ۱۴۵ سلنې پورې لوړې کړې وې. چین هم د ځواب په توګه د تر ۱۲۵ سلنې پورې ګمرکي تعرفې ولګولې او د ستراتیژیکو مهمو خامو موادو پر صادراتو یې بندیزونه ولګول. په مې میاشت کې دواړې خواوې په جنیوا کې پر دې سلا شوې چې د ۹۰ ورځو لپاره نوي تعرفې وځنډوي. په جون کې په لندن کې نورې خبرې هم وشوې.
دغه هم ولولئ: د چین او امریکا د سوداګریزو اختلافاتو په حل کې پرمختګ شوی
د نړۍ دغو دوو سترو اقتصادونو پلاوو په سټاکهولم کې د ګمرکي شخړې په اړه سره ولیدل، خو ليدنه يې بې پایلې پای ته ورسېده. هغه مهال دواړو خواوو روښانه نه کړه چې د مهلت د غځولو پرېکړه به وکړي که نه. اوسنی مهلت به د روانې سې شنبې په ورځ (د اګست ۱۲مه) پای ته رسېدلی وای.
د اعلان شوې نوې غځونې له امله، د سوداګریزو شخړو د لا زیاتېدو مخه تر اوسه نیول شوې ده. کېدای شي د امریکا ولسمشر ټرمپ او د چین ولسمشر شي جین پینګ په راتلونکي کې مستقیمې خبرې وکړي چې د تخنیکي مسایلو هاخوا د سیاسي تګلارو په ټاکلو کې مهمې بلل کېږي.
شخړه یوازې د تعرفو په اړه نه ده
د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا یوازې د ګمرکي تعرفو تر موضوع محدوده نه ده. بیجینګ د امریکا د صادراتو پر کنټرول نیوکه کوي چې د نیمه هادیانو (سیمیکنډکټرونو) او مصنوعي ځیرکتیا (AI) چیپونو پر وړاندې محدودیتونه رامنځته کوي او چینایي شرکتونه له عصري ټکنالوژۍ محروموي. واشنګټن بیا پر چین تور لګوي چې ځینې مهم خام مواد په قصدي توګه ساتي او نه یې صادروي.
ټرمپ یوازې یوه ورځ وړاندې د رسنیو هغه راپورونه تایید کړل چې له مخې یې د امریکا حکومت د Nvidia او AMD امریکایي شرکتونو د مصنوعي ځیرکتیا چیپونو د چین ته د پلور په وخت کې ۱۵ سلنه برخه اخلي. هغه وویل چې د Nvidia له مشر جنسن هوانګ څخه یې په لومړي سر کې آن ۲۰ سلنه غوښتې وې، «د هېواد لپاره».
سره له دې چې دواړه خواوې کلکې څرګندونې کوي، خو وروستیو کې یې د نږدې کېدو نښې ورکړې دي. چین د پرمختګ لپاره چمتووالی ښودلی. د چین د کمونېست ګوند د رسمي خپرونې «پیپلز ډېلي» په یوه لیکنه کې راغلي چې بیجینګ له واشنګټن سره د پام وړ پرمختګ ترلاسه کولو ته تیار دی او لا هم پر رغنده ډیالوګ ټینګار کوي.
د ډېرو نورو هېوادونو برخلاف، چین د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا د تعرفو په وړاندې له پیل څخه سمدستي د مقتابلو تعرفو اعلان وکړ.بیجینګ له یو اړخیز نرمښت څخه ډډه وکړه او پر ځای یې د مقابلو لارو چارو پلي کولو ته دوام ورکړ.