You need to enable JavaScript to run this app.
محتوا ته تګ
اصلي مینو ته تګ
د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټول ویډیويي راپورونه
سیمې
افغانستان
آلمان
آسیا
اروپا
منځنی ختیځ
امریکا
موضوعګاني
مهاجرت
بشري حقونه
چاپیریال
برخي
سیاست
اقتصاد
ټولنه او فرهنګ
پوهه
مهمي موضوعګاني
په افغانستان کې د ښځو حقونه
پښتونخوا
ټول ویډیويي راپورونه
تلویزیون په ژوندۍ بڼه
اعلان
امريکا متحده ايالات
د د دې موضوع په اړه ټول مطالب له برخې تیريدل
د دې موضوع په اړه ټول مطالب
له ايران سره د امريکا خبرې او د نويو بنديزونو غوښتنې
د امريکې ولسمشر جورج بوش په واشنگټن کې وويل چې که ايران اټومي وسلې تر لاسه کړي نو ټولې نړۍ ته به گواښ ورپېښ وي. ځکه نو لازمه ده چې د ايران په وړاندې بنديزونه لا زيات شي. دا په داسې حال کې ده چې امريکا په لومړي ځل له ايران سره مستقيمې خبرې هم منلې دي.
د امريکا جمهور ريس د اروپائې ټولني په يوه غونډه کې د هوا او اقليم گړندي بدلون يو پرابلم گڼي
د اروپائې ټولني او امريکا تر مينځ د لمړي ځل دپاره د هوا او اقليم د گړندي بدلون د کابو کولود پاره په گډه يو تړون لاسليک شويدي ، خو دا بايد سړي په ډاگه ووائې چې ، پورتني تړون بيدون د کومو ټاکلو موخو او هدفونو څخه لاسليک شويدي .
د امريکا متحده ايالتونه: د بشر د حقوقوراپور
د امريکا د متحده ايالتونوحکومت، له ١٩٧٧ ميلادي کال راهيسې، هرکال د بشر د حقوقو د نړيوال حالت په هکله خپل راپورخپروي. په دغه راپورکې، په ټوله نړۍ کې د بشرله حقوقونه پرلويوسرغړونو، لکه زورزياتي، شکنجه، اعدامونه، توپير يا تبعيض، غيرقانوني زنداني کېدنې، تعقيب او ورته اعمالوباندې سختې نيوکې کېږي.
په کابل کښې د امريکا د سفارت په کاروان ځان وژونکی بريد
د افغانستان په پلازمينه کابل کښې د امريکا د متحده ايلاتو د سفارت د موترو په يوه کاروان باندی د يوی ځانوژونکی حملی سره څو تنه او يو ماشوم ټپی شوی دي.
د امريکا د متحده ايالاتونو او پاکستان تر منځ د مناسباتو په هکله انتقادي څرگندونې
د امريکا د متحده ايالاتونو د نظرياتو د جوړلو ټولنې يعنی د نړيوال سياست د مرکز د آسيا د پروگرام مشر زيلگ هريسون په International Herald Tribune مجله د فبروری د درويشتمې په گنه کښې د يو مضمون په ترڅ کې د امريکا د متحده ايالاتونو او پاکستان تر منځ د مناسباتو په هکله ډيری انتقادي څرگندونې کړيدی.
په پاکستان باندی د امريکا نوی فشار
د امريکا جمهور ريس جورج بوش غواړی په پاکستان باندی لا نور فشار راوړی، تر څو دغه هېواد د تروريسم پر ضد جکړه کې لا زيات قدمونه پورته کړی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره مېرمن رايس په برلين کې
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره مېرمن کوندلا رايس برلين ته راغلی، تر څو د آلمان حکومت د منځني ختيځ په هکله خپل راپور ورکړی. دا به د آلمان د صدراعظمی مېرمن انگيلا مرکېل سره سم ليدنه کتنه ولری.
امريکا ٣٢٠٠ نور سرتېري افغانستان ته استوي
مخکې له دې چې د طالبانو بريدونه د پسرلني موسم په پيل کېدو سره ډېر شي، د امريکا متحده آيالات غواړي چې نور عسکر افغانستان ته واستوي. د امريکې د دفاعي چارو وزارت د چارشنبې په ورځ په واشنگټن کې اعلان کړی دی
د امريکا د دفاع وزير له عراق څخه د خپلو ځواکونو ايستل د کال تر پايه پورې ممکن گڼي
د امريکا د متحده آيالاتو د دفاعي چارو وزير رابرت گيتس له عراق څخه د امريکايي ځواکونو وتل د روان ميلادي کال له پای ته رسېدو څخه مخکې ممکن بولي. گيتس د امريکې د سنا د دفاعي چارو پلاوي ته وويل چې د امنيت راوستلو هغه هڅه چې غواړي 21500 نور عسکر بغداد ته واستوي د عراق «وروستی چانس» نه دی.
د امريکا د استخباراتو د 13 تنو کارکونکو په وړاندې د نيولو حکم وشو
د امريکا د متحده آيالاتو حکومت د سي آی اي د څارگرې ادارې د 13 تنو کارکونکو د نيولو د حکم په وړاندې غبرگون نه دی ښکاره کړی، بلکې د غبرگون ښکاره کولو څخه يې ډډه کړې ده. د بهرنيو چارو د وزارت وياند شان مک کورمک وويل سړی تر هغې پورې انتظار باسي تر څو چې نور جزيات رابرسېره شي.
په امريکا کې غيرقانوني مهاجرين وهل کيږي؟
د امريکا د متحده ايالتونو د يوه حکومتي راپورله مخې، د دغه هيواد په پنځوزندانونوکې د زندان پيره کونکو، د زنداني غيرقانوني مهاجرينوبنسټيزحقوق ترپښولاندې کړيدي. اودا د يوه ډاډه اوانساني زندان مخالف عمل دی.
امريکا او اروپا لبنان سره مالي مرسته کوي
د لبنان په اړه د مرستو جلبولو يو نړيوال کنفرانس نن پنج شنبه په پاريس کې تر سره کېدونکی دی. ټاکل شوې ده چې په دې غونډه کې به د لبنان د بيارغاونې دپاره پنځه مليارډه ډالره راټول شي. د امريکا متحده آيالات او اروپايي اتحاديې د مرستې ژمنې کړي دي.
د امريکا استازی: اروپايان دې په افغانستان او عراق کې هلې ځلې زياتې کړي
د امريکا متحده آيالات له اروپايانو څخه په عراق او افغانستان کې د لا زياتو هلو ځلو غوښتنه کوي. دا په آلمان کې د امريکا د سفارت د استازي جان کونيگ څرگندونې دي چې د يوې الماني ورځپاڼې سره په مرکه کې يې کړې دي.
د امريکا د دفاع وزير کابل ته ورسېد
د امريکې د دفاعي چارو وزير رابرت گيتس د طالبانو د بلوا په سر د خبرو اترو دپاره افغانستان ته رسېدلی دی. گيتس د سه شنبې په ورځ لومړی په کابل کې د امريکې له سفير سره وکتل، ورپسې به دی د ناتو او امريکايي ځواکونو له استازو او افغان ولسمشر حامد کرزي سره هم وويني.
د امريکا متحده ايالتونه: » لادرکه زندانيان «
د په اصطلاح » نړيوال تروريزم پرضد جگړه « کې، د امريکا د متحده ايالتونو حکومت، ټول منل شوی نړيوال قوانين ترپښولاندی کوی او د بشربنسټيزوحقوقوته د نړۍ د ديکتاتوری رژيمونوپه څيرسپکاوی کوی. د بشر د حقوقو د نړيوالې ټولنې هيومن رايټس واچ د څرگندونوله مخې، د امريکامتحده ايالتونه لږترلږه ٢٦ تنه وگړی، له دغه هيواد نه بهرپه نامعلوموځايونوکی زندانی کړيدی. هيومن رايټس واچ څوموده مخکی د په اصطلاح » لادرکه زندانيانو « د نوم
مخکينۍ پاڼه
د 98 پاڼو څخه 98
بله پاڼه