You need to enable JavaScript to run this app.
محتوا ته تګ
اصلي مینو ته تګ
د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټول ویډیويي راپورونه
سیمې
افغانستان
آلمان
آسیا
اروپا
منځنی ختیځ
امریکا
موضوعګاني
مهاجرت
بشري حقونه
چاپیریال
برخي
سیاست
اقتصاد
ټولنه او فرهنګ
پوهه
مهمي موضوعګاني
په افغانستان کې د ښځو حقونه
پښتونخوا
ټول ویډیويي راپورونه
تلویزیون په ژوندۍ بڼه
اعلان
امريکا متحده ايالات
د د دې موضوع په اړه ټول مطالب له برخې تیريدل
د دې موضوع په اړه ټول مطالب
مظاهر کوونکې: کوانتانامو وتړۍ
دغو مظاهره کوونکو د ګوانتانامو د بندیانو په څیر جامې اچولي او خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.
کارپوهان: په افغانستان کي د امريکا د پوځي بودجې کمی تاوان رسوي
د امريکا متحده ايالات په پام کي لري چي په افغانستان کي خپله پوځي بودجه کمه کړي. اوس داسي انګېرل کيږي چي په دې کار سره به په افغانستان کي شوي پرمختګونه له نويو جلينجونو سره مخامخ شي.
چینایي رسنۍ: امریکا په اسیا کي شخړي رامنځ ته کوي
د چین دولتي رسنیو د شنبې په ورځ د امریکا پر نوي پوځي ستراتیژۍ باندي نیوکي کړي دي. دغو رسنیو پر متحده ایالاتو د ستونزو د رامنځته کولو تور لګولی دئ. چینایي رسنیو امریکا په سیمه کي د تاوتریخوالي د رامنځ ته کولو عامل بللې ده
د امريکا نوې پوځي ستراتيژي پر اسيا او منځني ختيځ متمرکزه ده
د امريکا د متحده ايالاتو جمهوررئيس بارک اوباما به د پنج شنبې په ورځ د خپل هيواد له نوي امنيتي ستراتيژۍ څخه پرده پورته کړي. په دې کي به دفاعي بودجه راکمه سي او په پلان کي ده چي د دغه هيواد د پياده قواوو شمېر هم راټيټ سي.
فيضي: د امريکا او طالبانو تر منځ خبرو سره موافق يو، خو ملاتړ ئې نه کوو
د افغان ولسمشر حامد کرزي وياند ويلي دي، چي که د سولي بهير د دغه هيواد د دولت په مشرۍ تر سره نه شي مثبتي پايلي به و نه لري. يو بل افغان چارواکي بيا ويلي دي چي کرزی د طالبانو او امريکا ورستيو خبرو خواشينی کړی دئ.
امريکا: د طالب بنديانو د آزادولو پريکړه مو نه ده کړې
د امريکا متحده ايالاتو ويلي دي چي تر اوسه ئې لا د ګوانتانامو زندان د طالب بنديانو د آزادولو په برخه کي کومه پرېکړه نه ده کړې. کيدای سي دغه کار په افغانستان کي د سولي د بهير د پيلېدو او جګړې د ختمولو له پاره تر سره شي.
"امريکا و نه توانېده د ډيری افغانانو په ژوند کي بدلون راولي"
روسي کارپوهان وايي، چي په افغانستان کي يو تريليون امريکايي ډالره مصرف سوي دي خو د افغانانو په ژوند کښي هيڅ بدلون نه دئ راغلی. که بنسټيز کارونه تر سره سوي وای، اوس به د ډيرو افغانانو اقتصادي ستونزي حل وای.
کرزی: د طالبانو او امريکا تر منځ خبرو سره موافق يم
ولسمشر کرزي ويلي دي، چي هيواد ئې د امريکا او طالبانو تر منځ د خبرو اترو او په قطر کي د طالبانو د دفتر له پرانيستلو سره موافق دئ. هغه ويلي چي دا کار د افغانستان په گټه دئ.
امريکا به د فارس په خليج کښي خپل پوځي حضور و ساتي
د امريکا متحده ايالاتو پريکړه کړې ده چي د ايران له ګواښونو سره سره په خليج کي خپلي جنګي بېړۍ وساتي. پنتاګون ويلي دي چي د فارس په خليج کښي به خپل پوځي حضور د پخوا په شان وساتي.
امریکا: په افغانستان کي د سولي شرايطو تغير نه دئ کړی
د امریکا متحده ايالاتو د سه شنبې په ورځ وویل چي په ریښتنې توګه د سولي پروسې د پيلېدو له پاره باید طالبان له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي. طالبانو تيره ورځ اعلان وکړ چي په قطر کي ئې د خپل دفتر د پرانيستلو خبره منلې ده
کارپوه: ناټو او امريکا د يو رښتني ايتلاف په جوړولو نه دي توانېدلي
د افغانستان د چارو کارپوه ويچسلاو وايي، په افغانستان کي د تروريزم په وړاندي مبارزه کي د نه همږغۍ يو مثال د جرمني ځواکونه دي چي د هغه هيواد د شمال څخه ئې و جنوب ته د خپل ماموريت د پراخولو څخه ډډه وکړه.
امریکا ایران ته بیا خبرداری ورکړ
متحده ایالاتو ایران ته د هرمز د سمندري دالان د تړولو د کواښ له کبله خبرداری ورکړ. امریکایي چارواکو وویل چې په دې برخه کې به هیڅ ډول قدام ونه ځغمي. هرمز امریکا او لویدیځې نړۍ ته د تیلو د لیږد یوه ډیر مهمه ترانزیتي لاره ده
امریکا د افغانستان د رسنیو له مرکز څخه خپل مشاورین وایستل
متحده ایالاتو د افغان حکومت د رسنیو له مرکز څخه خپل مشاورین ایستلي دي. امریکا وروسته له هغې په دغه کار لاس پورې کړ چې د شنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د ناټو پر هوایي او د شپې عملیاتو نیوکې وشوې.
راپور: کرزي د امریکا او طالبانو تر منځ یو جوړجاړی رد کړی
واشنګټن پوسټ په خپل یو راپور کې لیکلي چې د امریکا او طالبانو مرکچیان داسې یوې ازمایښتي جوړ جاړي ته رسیدلي ول چې د ګوانتانامو څخه پنځه تنه افغان بندیان قطر ته واستوي، خو دغه جوړ جاړې د ولسمشر، حامد کرزي، له خوا رد شو.
د پاکستان پوځ د ناټو د هوایي برید په اړه د امریکا څیړنیز راپور رد کړی
د پاکستان پوځ د امریکا متحده ایالاتو د دفاع د وزارت هغه راپور رد کړی چې په هغې کې ویل شوي چې په دغه پیښه کې د دواړو غاړو له خوا خطاوې تر سره شوي. د ناټو په دغه هوایي برید کې ۲۵ تنه پاکستاني سرتیري وژل شوي ول.
د امريکا او طالبانو تر منځ خبري مهم پړاو ته رسېدلي
يو لوړ پوړي امريکايي چارواکي ويلي چي تر لسو مياشتو وروسته د افغان طالبانو سره پټي خبري اتري وروستي پړاو ته رسېدلي او ډير ژر به دا معلوم سي چي په دې لار کي پرمختگ ممکن دئ که نه.
د امریکا سنا نوې دفاعي بودجه او د قوانینو مجموعه تصویب کړه
د امریکا سنا د دغه هیواد دفاعي بودجه او د قوانیونو مجموعه تصویب کړه. اوس به ولسمشر اوباما دغه بودجه او قوانین توشیع کړی ترڅو اجرایوي صلاحیت تر لاسه کړي.
ظواهري د امريکا تر سخت تعقيب لاندي دئ
امریکايي کارپوهان وایي چي د القاعدې د اوسني مشر، ايمن الظواهري، د ژوند ډیري لږ ورځي پاته دي. دغه کارپوهان زیاتوي چي ظواهري د متحده ايالاتو تر سخت تعقيب لاندي دئ او ډیر ژر به ووژل شي.
الکو: امريکا د تښتېدلو کسانو په نيولو کي مرسته نه کوي
د افغانستان لوی څارنوالي وايي څو واري يې له امريکايي چارواکو غوښتي چي د مرکزي بانک د تښتېدلي مشر عبدالقدير فطرت په نيولو کي ورسره مرسته وکړي. خو دغه هيواد هيڅ ډول مرسته نه کوي. خو امريکا وايي له دوئ څخه غوښتنه نه ده سوې.
د امريکا ددفاع وزير افغانستان ته رسېدلی
د امريکا د دفاع وزير، ليون پنيټا، افغانستان ته رسېدلی ترڅو هلته له خپلو پوځي قوماندانو سره وګوري. دا په داسي حال کي ده، چي پاکستان په افغانستان کي پر ميشتو ناټو ځواکونو خپله پوله تړلې ده.
امريکا پر پاکستان ۷۰۰ ميليونه ډالره مرستي و ځنډولې
د امريکا د متحده ايالاتو سنا پريکړه کړې، چي پر پاکستان د خپلو مرستو يوه برخه بنده کړي. پاکستان د تروريز پر ضد جگړه کي هر کال د متحده ايالاتو څخه په ميليونونو ډالر تر لاسه کوي.
ورځپاڼې: امریکا د ایران پر فضا جاسوسي عملیات تر سره کوي
د رسنیو په حواله په ایران کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکې راغورځیدل ښکاره کوي چې متحده ایالات پر ایران خپل فشار او د دغه هیواد په هکله د استخباراتي معلوماتو راټولو ته زور ورکړی دی.
له پاکستان څخه د جنګوي ډلي پر ضد د اقداماتو غوښتنه سوې
متحده ایالاتو د چهارشنبې په ورځ له پاکستان څخه وغوښتل چي د هغي ډلې په وړاندي جدي ګامونه پورته کړي، چې افغانستان ورباندي، د کابل او مزارشريف ښارونو د وروستیو بریدونو پړه اچولې ده.
په تيرو لسو کلنو کي د افغانستان او امريکا اړيکي
د افغانستان او امريکا د متحده ايالاتو ترمنځ د اقتصادي، سياسي او کلتوري اړيکو په هکله بحث تر ډيره پوري د افغانستان په معاصر تاريخ کي د شلمي پېړۍ له پيل راهيسي شروع کيږي.
د شوروي تر سقوط ۲۰ کاله وروسته د امريکا او روسيې اړیکي
د پخواني شوروي اتحاد له راپرځېدو څخه ۲۰ کاله تيريږي، خو اوس هم روسيه او امريکا يو له بل سره د ستراتيژيک قدرت پر سر په رقابت کي دي.که څه هم له اقتصادي لحاظه واشنگټن د مسکو په پرتله ډير پياوړی دئ.
امریکا: د ناټو له لوري پر پاکستاني ځواکونو برید قصدي نه وو
د امریکا د متحده ایالاتو یو جګپوړي پوځي چارواکي د پاکستان دا تور په کلکه رد کړی چې ګواکې د ناټو له لوري تر سره شوی برید په کوم کې چې ۲۴ تنه پاکستاني سرتیري وژل شوي یو قصدي عمل وو.
پاکستان: امريکا دي په پنځلسو ورځو کي شمسي اډه خالي کړي
په مومند ايجنسۍ کي د تيري ورځي له پيښي څخه وروسته د پاکستاني کابيني د دفاعي کمېټي په بېړنۍ غونډه کي پريکړې سوې، چي امريکا دي په پنځلسو ورځو کي په هغه هيواد کي شمسي هوايي اډه خالي کړي.
امريکا د حقاني شبکې پر پنځو تنو مالي تحريمونه وضع کړل
د امريکا د متحده ايالاتو د ماليې وزارت د سه شنبې په ورځ د حقاني شبکې پر پنځو تنو مالي تحريمونه وضع کړل. دغه شبکه د امريکا لخوا په افغانستان او پاکستان کي ترټولو خطرناکه بلل کيږي.
روسيې د امريکا څخه د ستراتيژيک تړون په اړه د توضيحاتو غوښنه کړې
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف ويلي، چي روسيه غواړي په دې پوه سي، چي د امريکا متحده ايالات تر ۲۰۱۴ کال وروسته په څه ډول شرايطو سره په افغانستان کي پاتيږي.
ایا د پاکستان حکومت د پوځ په وړاندې له امریکا څخه مرسته غوشتې وه؟
یوه په خټه پاکستاني امریکایي سوداګر د جمعې په ورځ ادعا وکړه چې هغه د مې په میاشت کې امریکا ته د پاکستان د سفیر په خبره له پيټاګون څخه غوښتې وو چې د پوځ له لوري د کودتا په صورت کې د پاکستان له ملکي دولت سره مرسته وکړي.
امريکا په تاريخ کې تر ټولو ګړندۍ وسله وازمويله
امريکايي ساينسپوهانو په بریالې توب سره داسي تجربه تر سره کړي چي په ترڅ کې یوه الوتونکي جسم د ۳۹۰۰ کیلومترو واټن تر ۳۰ دقيقو څخه په کم وخت کي وهلی دی.
امریکا په آسترالیا کې پوځیان ځای پر ځای کوي
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، بارک اوباما، او د آسترالیا صدراعظمې پر هغه پلان خبرې وکړې چې له مخې یې متحده ایالات غواړي د آسیا- پاسیفیک په سیمه کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړي.
امريکا: پر افغان لويي جرگې اعتماد لرو
د امريکا متحده ايالاتو د دوشنبې په ورځ وويل، چي په افغانستان کي د رارواني لويي جرګې پر فيصلې اعتماد لري. متحده ايالاتو زياته کړې چي دغه هيواد باور لري چي لويه جرګه به د افغانستان او امريکا تر منځ نزدې اړيکي تاييد کړي.
د حقاني بل بريد به د امريکا او پاکستان اړيکي ډيري ترينگلي کړي
د امريکا د متحده ايالاتو يوې چارواکي د سه شنبې په ورځ ويلي، چي که په پاکستان کي ميشتي ياغي ډلي يو وار بيا په افغانستان کي پر امريکايانو بريدونه تر سره کړي د امريکا او پاکستان اړيکي به د خرابېدو وروستي حد ته ورسيږي.
د افغانستان او امریکا ستراتیژیک تړون ښايي نور هم وځنډیږي
د افغانستان او امریکا تر منځ ستراتیژیک تړون لا ندی لاسليک شوی. د تړون په لاسیکولو کې ځنډ د افغانانو د هغو غوښتونو له کبله راغلی، چې غواړې د بهرنیو ځواکونو لخوا د شپې عملیات کم شې او د زندانانو مسؤلیت هغوی ته وسپارل شي.
امریکا نور په اوږد مهالو پروژو پانګونه کوي
په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د ملکي مرستو د ډیریدو ادعا کوي، د هغوې لخوا سنا ته وړاندې شوې یو رپورت ښېې دغه مرستي د تیر کال په پرتله کمې شوي.
اتمبايف: په قرغزستان کي بايد د امريکا هوايي اډه و تړل سي
الماس بيک اتمبايف چي ځان د قرغزستان د ولسمشرۍ د ټاکنو ګټونکی بولي وايي، هغه به په قرغزستان کي د امريکا د متحده ايالاتو هوايي اډه، چي افغانستان ته پوځي اکمالات ورڅخه کیږي وتړي.
امريکا د ISI څخه د مرستي غوښتنه کړې
د نيويارک ټايمز ورځپاڼي د يو راپور له مخه، د امريکا متحده ايالات کوښښ کوي چي په افغانستان کي د سولي په خبرو اترو کي د پاکستان د استخباراتي ادارو مرسته ترلاسه کړي تر څو جګړې ته د پای ټکی کښېښوول سي.
پنيتا: امريکا به په نزدې ختيځ کي پوځي حضور پياوړی وساتي
د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير ليون پنيتا وايي چي د عراق څخه د ځواکونو پر وتلو سربيره به، په نزدې ختيځ او اسيا کي خپل پوځي حضور پياوړی وساتي. اوس مهال په کويټ کي ۲۳ زره امريکايي عسکر مېشت دي.
کرزی: که امريکا پر پاکستان بريد وکړي، د پاکستان ملاتړ کوو
افغان ولسمشر حامد كرزي له يوه پاكستاني خصوصي تلويزيون سره په مركه كي ويلي، چي موږ د ملاعمر د نيول شوق نه لرو، بلکي زموږ هدف د ترهگرۍ له منځه وړل دي او دا چي، پر پاکستان باندي به د هرډول بريد څخه دفاع وکړي.
کلنټن: د حقاني شبکي سره مو خبرې کړې وي
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې ویلې دې چې پاکستان د دې وړاندې له متحده ایالاتو سره مرسته کړې وو چې د حقاني د شبکې له غړو سره غونډه وکړي ترڅو د سولي بهیر ته د هغوی لیوالتیا معلومه شي.
کلنټن: پاکستان دې پر اورپکو فشار راولي
هیلرې کلنټن د جمعې په ورځ پاکستان څخه غوښتي چې د افغان اورپکو د پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او طالبان دې د لسو کالو جګړې وروسته د پخلاینې خبرو ته تشویق کړي.
امریکا په استراليا کي خپل پوځي حضور پياوړی کوي
د استراليا ددفاع وزير ستيفن سميت ويلي، چي د امريکا متحده ايالات يې په هيواد کي د پوځي حضور د پياوړتيا په لټه کي دي. ويل کيږي، چي په نژدې ارتلونکي کښي به بارک اوباما هغه هيواد ته سفر وکړي.
کياني: امريکا بايد فکر وکړي، پاکستان عراق او افغانستان نه دی
د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کياني د خپل هيواد پارلمان دفاعي کمېټې ته ويلي چي، د دې پر ځای چي امريکا پر پاکستان فشار راوړي، چي په قبايلي سيمو کي عمليات وکړي بايد د افغانستان باثباته کولو ته ډير پام واړوي.
د افغانستان د مرکزي بانک د پخواني ریس قاتل وپیژندل شو
د سنتیاګو پولیسو د جمعي په ورځ د یوه افغان تکسي چلوونکي د وژلو اصلي شکمن کس راوپیژند. د دغه تکسي چلوونکي ملګري او کورنۍ وایي چې دی امریکا ته د راتګ څخه مخکې په افغانستان کې د مزکزي بانک مشر وو.
په امریکا کي د سعودي عربستان سفير د وژلو دسيسه شنډه سوې
د هغي دسيسې تر افشا کيدو وروسته، چي هدف يي په واشنګټن کي د سعودي عربستان د سفير ترور و، د امريکا متحده ايالات يو وار بيا پر ايران د فشار ډيريدو ته متحرک سوي. د عدليې وزير ايرک هولډر، ويلي چي په دې توطيه کي د ايران لاس دی
کلينټن: د حقاني او طالبانو سره د سولي د خبرو هڅي جاري ساتو
د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري، هيلري کلينټن، د سه شنبې په ورځ وويل، چي متحده ايالات لا اوس هم غواړي چي د حقاني شبکې په ګډون په افغانستان کي د طالبانو سره د سولي خبري اتري وکړي.
کرزی: امريکا دي پر پاکستان فشار ډير کړي
افغان ولسمشر حامد کرزي تيره ورځ ناوخته د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي مارک ګروسمن سره په کابل کي وکتل. دواړو د سيمي پر حالاتو او د افغانستان اوا مريکا تر منځ د ستراتيژيک سند پر سر خبري کړي دي.
ايا رشتيا هم امريکا افغانستان پريږدي؟
که سړی د بگرام پوځي اډې ته وگوري نو داسي نه ښکاري، چي امريکايان دي تر ۲۰۱۴ کاله پوري د افغانستان څخه ووزي. په دې اډه کي د پيزا څخه نيولې تر مساږه پوري پيدا کيږي، او دا په افغانستان کي د امريکايانو تر ټولو ستره اډه ده.
جنرال حميد گل: امريکا پاکستان نه سي په نښه کولای
د پاکستان د استخباراتي شبکې پخوانی مشر جنرال حميد گل د دويچه ويله له پښتو ويب پاڼي سره په مرکه کي د پاکستان او امريکا د ورستيو ترينگلو اړيکو په اړه ږغېدلی او وايي، چي د طالبانو سره اړيکي ساتل اړين دي.
مخکينۍ پاڼه
د 98 پاڼو څخه 91
بله پاڼه