You need to enable JavaScript to run this app.
محتوا ته تګ
اصلي مینو ته تګ
د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټول ویډیويي راپورونه
سیمې
افغانستان
آلمان
آسیا
اروپا
منځنی ختیځ
امریکا
موضوعګاني
مهاجرت
بشري حقونه
چاپیریال
برخي
سیاست
اقتصاد
ټولنه او فرهنګ
پوهه
مهمي موضوعګاني
په افغانستان کې د ښځو حقونه
پښتونخوا
ټول ویډیويي راپورونه
تلویزیون په ژوندۍ بڼه
اعلان
امريکا متحده ايالات
د د دې موضوع په اړه ټول مطالب له برخې تیريدل
د دې موضوع په اړه ټول مطالب
د امریکا او چين «ستراتيژيکه بې اعتمادي»
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما او د چین دولتي او ګوندي مشر شي جین پینګ به د جون میاشتې پر اوومه او اتمه نیټه په کلیفورنیا کې سره وویني. په پام کې ده چي دواړه مشران پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.
امريکا: پر القصير ښار باندي يرغل غندو
سپیني ماڼۍ د اسد پر رژیم باندي یو وار بیا نیوکه کړې ده او ویلي يې دي چې د القصیر ښار د بیا نیولو د عملیاتو پرمهال د دغه ښار اوسیدونکي ډیر زورولي دي. د سوریې په اړه د غونډي جوړولو نیټه هم نه ده ټاکل شوې.
د مرگ سزا د خلاصون له پاره پر قتل اعتراف
د پنجوايي ولسوالۍ د زنگاوات کلي په خونړۍ پيښه کي تورن امریکايي په هغه شرط پر ځان باندي لگېدلي تورونه مني، چي د مرگ سزا ور نه کړل سي. دغه سرتيری يو کال دمخه د ۱۶ تنو ملکي افغانانو د وژلو په تور ونيول سو.
کمپوتري غله د امریکا د وسلو جوړولو شرکتونو سيستم ته ور ننوتی
چينايي «هکران» يا کمپيوتري غله د امريکا د وسلو جوړولو شرکتونو کمپيوټري سيسټم ته ورننوتلي دي. له دې لاري دوی وکولای سول چي د جنګي بېړيو او الوتکو د جوړولو پلانونو ته لاسرسی پيدا کړي.
امریکا سوریې ته د توغندیو پر لیږلو انتقاد کړی
د امریکا متحده ایالاتو د روسیې له لوري د سوریې حکومت ته د توغندیو له انتقال سره مخالفت ښودلی دی. په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شوری سوریې ته د مرستو د لیږلو د غوښتنې په اړه هم غور کوي.
اردوغان په سوريه کي د امریکا د مداخلې غوښتنه کړې
د ترکيې د لومړي وزير رجب طيب اردوغان په اند سوريه له ډير وخت راهيسي تر «سرې کرښي» تېره سوې ده. د دمشق حکومت له ۲۰۰ توغنديو او يو شمېر کيمياوي وسلو څخه کار اخيستی دئ.
"امريکا په افغانستان کي نهه پوځي اډې غواړي"
افغان ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې د امریکا متحده ایالات غواړي په افغانستان کې نهه پوځي اډې ولري. کرزي روښانه کړه چې افغانستان له دغو اډو سره موافق دی، خو په بدل کې یې امتیازات غواړي.
د سوريې په اړه د روسيې او امريکا خبري
مسکو او واشنگتن تلاښ کوي چي د سوريې په اړه خپل اختلافات له منځه يو سي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري له خپل روسي سيال سرگي لاوروف سره توافق کړی دئ، چي په سوريه کي د سولي له پاره تلاښ وکړي.
د افغانستان او پاکستان له پاره د نوی استازی
جان کیري د جمعې په ورځ پخوانی دیپلومات جیمز دوبینز، د افغانستان او پاکستان له پاره خپل ځانګړی استازی وټاکه. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو وختونو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې ډیرې ترینګلې شوې دي.
د بوستن د پيښي په تړاو نور کسان نيول سوي دي
د امريکا متحده ايالاتو د بوستن په ماراتون کي د چاودنو په تور درې تنه نور تورن محصلين نيولي دي. ويل کيږي چي له دوی څخه دوه تنه ئې د جوهر څارنايف هم صنفيان دي.
امريکا غواړي آلمان ته بې پيلوټه الوتکي ورکړي
آیا د آلمان پوځ به په امريکايي جنگي بې پيلوټه الوتکو سمبال سي؟ دا هغه پوښتنه ده چي په دغه هيواد کي ئې ډير بحثونه راپورته کړي دي. خو اوس سياستوال په دې اړه پريکړي ته نژدې سوي دي.
د اسرائیلو او امریکا تر منځ پوځي معامله
له اسرائیلو او دوو عربی هیوادونو سره د امریکا له خوا د ۱۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو د یوې معاملې اعلانول، ښايي پر ایران باندې فشارونه لا پسې ډیر کړي. خو پوښتنه دا ده چې ایا پر ایران باندې دغه ډول فشارونه ضروري دي؟
د امریکا ملکي محکمه به د جوهر قضیه وڅیړي
سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د بوستن په ډله ییزه ځغاسته کې تورن کس جوهر څارنایف، به د امریکا په جنایي قضایي سیستم کې محاکمه شي. جوهر د عام وژني وسلې په کارولو تورن دی او کیدای شي چې ورته د مرگ سزا واورول شي.
امريکا د ايران پر وړاندي اسرائيل تقويه کوي
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر چاک هېګل، د یکشنبې په ورځ اسرائیلو ته رسیدلی دی. دا د امریکا د دفاع وزیر په توگه اسرائیلو ته د هغه لومړی سفر دی. هغه د منځني ختیځ څلورو نورو هیوادونو ته هم ولاړ شي.
په امريکا کي د بشري حقونو پر وضعي نيوکه
چین په متحده ایالاتو کې د بشري حقونو پر وضعیت باندي نیوکه کړې ده. دې هیواد د شنبې په ورځ په یوه رپوټ کې ویلي دي چې تر امريکا دباندي د دغه هيواد پوځي عملیات بشري حقونه له ستونزو سره مخامخوي.
د بوستن پيښي تورن روغتيايي حالت جدي دئ
امریکايي چارواکو ویلي دي چې د بوستن ښار په بمي چاودنو کې دوهم شکمن ۱۹ کلن جوهر څارنایف، اوس په روغتون کي دی خو نه شي کولای چې له څېړونکو سره خبرې وکړي. زیاته شوې ده، چي هغه د خبرو توان پیدا کړي نو پوښتنې به ورڅخه پیل شي.
د بوستن د پيښي يو تورن ووژل سو
امریکایي چارواکو ویلي دي چي د بوستن د ډله ییزي ځغاستي پر مهال د چاودنو په تور د د تورنو دوو شکمنو کسانو له ډلې څخه یو تن یې وژل شوی دی او د یوه بل د موندلو پراخ چاڼیز عملیات جريان لري.
سناتور ته مرگونی ليک
په امريکا متحده ايالاتو کي همېشني کنترول د جموريت غوښتونکو يوه سناتور ژوند وژغوره: د کانگرس ډاگخانې ته داسي يو ليک رسېدلی وو، چي پکښۍ «Riсin» وژونکي زهر ځای پر ځای سوي ول.
د بوستن د پيښي پلټني رواني دي
د بوستن په «ماراتون» يا ډله ييزه ځغاسته کي تر دوو چاودنو وروسته اوس د امریکا متحده ايالاتو کورني استخارات (FBI) دا څېړي، چي آيا دا يو تروريستي عمل وو؟ په دغه پيښه کي درې تنه وژل سوي او سل تنه نور ټپيان سوي دي.
د امریکا پېسې د یاغیانو به جیب کې
د افغانستان د بیارغونې د بهیر مالي پلټونکي گواښ وکړ چې امکان لري یاغیانو پورې تړلي کسان او یا ډلې اوس هم د امریکا پوځي قراردادونه ترلاسه کړي او په دې ترتیب د امریکايي مالیه ورکوونکو په پېسو خپله جګړه تمویل کړي.
امريکا: د يرغل په مقابل کي اماده يو
د شمالي کوريا له خوا نوو تهديدونو ته په کتو سره، جنوبي کوريا او د امريکا متحده ايالاتو خپل استخباراتي کشافي کړۍ نوري هم تقويه کړي دي. امریکا په سيمه کي د ثبات راتلو له پاره د يوه سمدلاسه تهديد خبري کوي.
امريکا په خليج کي لايزري وسلې آزمويي
د امریکا سمندري ځواکونو د دوشنبې په ورځ وویل چې غواړي په راتلونکې کال کي یوه لایزري وسله وآزمويي چې د بې پیلوټه الوتکو او کوچنيو کښتیو د په نخښه کولو له پاره به وکا رول شي.
امريکا د توغندي آزموينه وځنډوله
د امریکا متحده ایالاتو او شمالي کوریا تر منځ ترینګلو دیپلوماتیکو اړیکو ته په کتو سره، امريکا ویلي دي چې د بالستکي توغندی پلان شوې آزموینه یې ځنډولې ده. د دغه پریکړې موخه د پیونګ یانګ له خوا د غیر ضروري پارونی مخنیوی دی.
د امریکا د پوځ لوی درستیز افغانستان ته ورسید
د امریکا د پوځ لوی درستیز په یوه لنډ سفر افغانستان ته رسیدلی دی. هغه غواړي په دې سفر کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکايانو له خوا د افغان پوځ د روزنې څرنګوالي وارزوي.
امریکا په لازمو احتیاطي اقداماتو لاس پورې کړی
امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې تر هغه وروسته یې په لازمو احتیاطي اقداماتو لاس پورې کړی دی چې شمالي کوریا د لیرې واټن توغندي د دې هیواد ختیځ ساحل ته ولیږدول.
امريکا ارام سمندر ته د توغنديو دفاعي سيستم ليږي
د شمالي کوريا کړکېچ دوام لري. له هغه وروسته چي شمالي کوريا پر امريکا متحده ايالاتو باندي د اتومي يرغل رسمي خبر ورکړ، متحده ايالات غواړي په آرام سمندر کي د گوام جزيرې ته د توغنديو يو دفاعي سيستم ولېږي.
امريکا جنوبي کوريا ته F-22 الوتکي ولېږلې
د شمالي کوریا له خوا پر جنوبي کوریا د يرغل کولو تر گواښونو وروسته، د يکشنبې په ورځ امریکايي چارواکو F-22 جنگي الوتکي جنوبي کوریا ته لېږلي دي چي هلته په گډو پوځي مانورو کي برخه واخلي.
د امریکا د جګړو لګښتونه به نور هم لوړ شي
یوه څیړنه ښيي چې د افغانستان او عراق جگړې د امریکا له پاره له څلورو څخه تر شپږو تریلیونو ډالرو پورې تمامیدای شي. په څیړنې کې راغلي دي چې په راتلونکې کې به هم د دغو جګړو له کبله مصروفونه دوام ولري.
د امریکا د مخفي خدمتونو ادارې مشره وټاکل شوه
ولسمشر اوباما جولیا پیرسون د امریکا د مخفي ختدمتونو ادارې یا US Secret Service د مشرې په توګه وټاکله. میرمن پیرسون د دغه سازمان په ۱۴۸ کلن تاریخ کې لومړنۍ ښځینه مشره ده.
امریکا او اردن د سوریې په اړه گډ دریځ لري
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اردن له پاچا سره د لیدنې پر مهال د سوریې پر رژیم نیوکې وکړې. اوباما اسرائیلو ته تر خپل سفر وروسته اردن ته ولاړ. هغه په اردن کې وویل چې په دې هیواد کې به له سوریایي گډوالو سره مرستې وکړي.
انصارالدین ډله په تور نوملړ کې شامله شوه
امریکا, انصار الدین یوه ترهګره ډله بللې او هغه یې په خپل تور نوملړ کې شامله کړې ده. دې ډلې تیر کال د مالي شمالي برخې تر خپل کنترول لاندې راوستې وي خو اوس د فرانسوي او افریقايي ځواکونو له خوا له دغو سیمو څخه شړل شوې ده.
د بې پيلوټه الوتکو د استعمال معيار
ولسمشر بارک اوباما، چې په نورو هېوادونو کې يې د مشکوکو ترهګرو پر وړاندي د متحده ايالاتو د بې پيلوټه الوتکو يرغلونه په پټه توګه ډېر کړي دي، اوس په علني ډول هڅه کوي چې د هغوی د استعمال له پاره نړيوال معيارونه وټاکي.
پر امريکا او بريتانيا د عراق د جگړې تاثيرات
په دوو بېلو بېلو څېړنو کي پر امريکا او بریتانیې باندي د عراق د جګړې تاثیرات مطالعه شوي دي. په داسې حال کې چې د پنجشنبې په ورځ په عراق کې چاودونو چې په ظاهره توګه همغږي ښکاريدې ۱۸ تنه ووژل.
کرزی: د طالبانو يرغلونه د امريکا په گټه دي
افغان ولسمشر حامد کرزي، د یکشنبې په ورځ وویل چې امریکایي چارواکو او طالبانو یو ځل بیا په قطر کې خبرې اترې پیل کړي دي.هغه دغه راز زياته کړه چي د طالبانو يرغلونه په افغانستان کي د امريکايانو د هدفونو په گټه دي.
«د طالبانو برید ښيي چې امریکا خپل هدف ته نه ده رسیدلې»
د دفاع وزارت مخې ته د شنبې ورځ ځانمرګی برید، افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر له سفر سره په یوه وخت کې وشو. څیړونکي وايي چې طالبان غواړي د دغه شان بریدونو په واسطه امریکا ته وښيي چې هر وخت په هر ځای کې بریدونه کولای شي.
امریکا د اسامه بن لادن ویاند نیولی دی
امریکايي چارواکو اعلان کړی دی چې د القاعدې شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن ویاند یې نیولی دی. هغه په عین حال کې د اسامه زوم هم دی. دغه کس به په متحده ایالاتو کې محاکمه شي.
امريکا برازيلۍ جنگي الوتکي پېري
امریکايي ځواک په افغانستان کي د ترهگرۍ پر ضد جنگ کي غواړی له برازلۍ الوتکو څخه کار واخلي. امبریر Embraer نومي برازیلي شرکت د چهارشبنې په ورځ د امریکا له هوایي ځواک سره د ۲۰ الوتکو تړون لاسلیک کړ.
د امريکا سنا هيگل د دفاع وزير په توگه تائيد کړ
تر اوونيو جروبحثونو وروسته د امريکا متحده ايالاتو سنا چاک هيگل د دغه هيواد د نوي د دفاع وزير په توگه ومانه. تر دې دمخه سناتورانو د دغي ټاکني ممانعت کاوه.
جان کيري اروپا او منځنی ختيځ ته سفر کوي
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر اروپا او منځني ختیځ ته رسمي سفر کوي. خو هغه مشران چې دی ورسره ویني غواړي په دې پوه شي چې کیرې د سوریې، ایران، اسرائیل او فسلطین تر منځ د کړکیچ په برخه کې کوم نوی نظر لري.
افغانستان، هند او امريکا درې اړخيزه غونډه کوي
افغانستان، د امريکا متحده يالات او هندوستان د سه شنبې په ورځ په نوی دهلي درې اړخيزه غونډه کوي. د دې غونډي هدف په سياسي، امنيتي او اقتصادی برخو کي د همکاريو ملاتړ ښوول سوی دی. (انځور له آرشيفه)
«د امریکا مرسته سوي الوتکي کار نه کوي»
د افغانستان د دفاع وزات پر امریکا متحده ايالاتو نیوکه کړې ده چې له ملي پوځ سره مرسته شوي الوتکي هغسي چي باید وای د دوی له پاره اغیزمینتوب نه لري.
امريکا له افغانستانه تر نيمايي زيات سرتيري باسي
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د سه شنبې په ورځ وویل چې د ۲۰۱۴ کال تر لومړیو پوري به له افغانستان څخه ۳۴۰۰۰ امریکايي سرتیري راوباسي. دا په دغه هیواد کې د میشتو امریکایي سرتیرو نزدې نیمایي برخه ده.
امريکا ښايي د بې پيلوټه الوتکو محکمه جوړه کړي
امريکا ښايي د بې پيلوټه الوتکو محکمه جوړه کړي
د امریکا حکومت پر S&P حقوقي دعوا کوي
د S&P سازمان ویلي دي چې امریکا پر دغه سازمان باندې د دعوا کولو ګواښ کړی دی. امریکايي حکومت پر S&P باندې د ۲۰۰۸ کال تر مالي کړکیچ مخکې په مصنوعي ډول د تعمیراتي پورونو په اړه د مثبت نظر ورکولو تور لګولی دی.
امریکا او جنوبي کوریا سمندري مانورونه پیل کړل
د سویلي کوریا او متحده ایالاتو جنگي بیړیو د کوریا د ټاپووزمه په ختیځ ساحل کې درې ورځیني سمندري مانورونه پیل کړي دي. دغه مانورونه د شمالي کوریا له خوا د احتمالي دریمې اتومي آزموینې تر پلانیدو وروسته تر سره کیږي.
کيري د بهرنيو چارو د وزير په توگه تاييد سو
د امریکا متحده ایالاتو سنا د سه شنبې په ورځ سناتور جان کيري د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تائيد کړ. کيري د بهرنیو چارو د اوسنۍ وزیرې مېرمن کلينتن ځای نیسي.
د لاتين امريکا او اروپايي ټولني د مشرانو غونډه پای ته ورسېده
میرکل د لاتینې امریکا هیوادونو په غونډه کې ګډون کوي
د امريکا د نماينده گانو مجلس د پوراخيستلو سرحد مؤقتي لغوه کړ
امريکا: پوځياني هم په جنگي عملیاتو کي برخه اخيستلای سي
مخکينۍ پاڼه
د 98 پاڼو څخه 86
بله پاڼه